اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (ای سی سی) د اوږد مهاله او تلپاتي پرمختګ او روزګار م??قعو زياتولو لپاره د سركاري او نجي څانګې همكارۍ په مضبوطولو زور راوړے دے٬ كمېټۍ ته وئيلې شوي چې حکومت به د زرعی، صنعتی او بنیادی اډانې مهمو څانګو كښې سرمایہ کارۍ ته وده وركولو اقتصادی تنوع زياتولو او مالياتي نظام مضبوطولو له د اصلاحاتو لړۍ روانه ساتي۔ د ای سی سی غونډې څخه وروستو د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي بيان ??ه مخې د خزانې او محصولات وفاقي وزير سناتور اورنګزېب غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته د اقتصادی منظرنامې بشپړه جائزه وړاندې كړه۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير و وئيل په معاشي مېدان ??ښې د كاميابو لړۍ روانه ده٬ په ترسيلا?? زر كښې ښكاره زياتوالې رامخې ته شوې دې۔ په روان ??الي كال كښې به د ترسيلات زر حج?? 35 ارب ډالر څخه زيات شي۔ تېر كال د 30.2ارب ډالر ترسيلات شوي وو۔ ده ووئيل د روشن ډیجیټل اکاؤنټس دلارې د ترسيلا?? زر حج?? 9 ارب ډالر څخه زيات شوے دے۔ په دې كښې په كلنو بنيادونو31 فیصده اضافه شوې ده٬ د ټېكنالوجي په برآمداتو كښې 25 فیصده زياتوالې شوې دې۔ ده ووئيل د زرمبادله پنګې زياتې شوي دي۔ 16 مياشتې وړاندې مونږ سره د دوه اونيو درآمدي كور ؤ كوم چې اوس 2.6 مياشتو ته رسېدلې دې۔ او دا به د دې كال تر پايې 3 مياشتو ته ورسي۔ ده ووئيل شپږ نيم كاله مخكښې د افراط زر شرح 5 ته نزدې وه كومې چې په نومبر كښې 4.9 فیصد يكارډ كړې شو۔ پالیسی رېټ 13فیصد ته راغلې دې۔ د غونډې په مهال ګډون كوؤنكو ته ووئيلې شوو چې صارفينو لپاره د ب??عو عمومي اشاريه په نومبر كښې 4.9 فیصد ته راغلې ده۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكي د څيزونو او خذماتو په ب??عو كښې د ښكاره كمي په اړه هم خبر كړې شول۔ وفاقي وزير ګرانۍ كښې كمي لپاره د اړوندو چارواكو د هڅو ستائنه وكړه۔ په غونډه كښې د حكومت لخوا د جاري اصلاحاتو او د استحكام اقداماتو روانو ساتلو عزم پخلے وشو چې مقصد يۍ اقتصادي پرمختګ باوري كول او د اولس د ژوند معيار ښه كول دي
د وفاقي وزير اورنګزېب په مشرۍ كښې د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه ٬ اوږد مهاله او تلپاتي پرمختګ او د روزګار موقعې زياتولو له د سركاري او نجي څانګې همكارۍ په مضبوطولو زور
Fortune Rat Honest Betting Link
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات