اسلام ??با?? 06 مئي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر په مقبوضه كشمير كښې د هند د روانې رياستي ترهګرې سخته غندنه كولو سر?? وئ??لي دي چې په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشمير??ان?? د هند بې دريغه تشدد او انتهاخوښي په منطقه كښې د سلامتيا صورتحال لپاره ډېره خطرناكه ده٬ د تشدد او انتهاخوښې په كومه لار چې هند روان دے٬ د دې نتيجې په منطقه كښې د امن په اړه ښې نه دي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په حقيقت كښې هند د يو منظم پلان له م??ې د كشمير??ان?? نسل كشي كوي چې دغسې د كشمير ډېموګرافي بدلولو سر?? د هند په حق كښې شي۔ ده ووئيل چې د مقبوضه كشمير د مسئلې حل يوازې د ملګرو ملتونو د قراردادونو د نفاذ او د مذاكراتو د لارې ممكن دے۔ ده ووئيل چې د كشمير په اړه د هند ناولې څېره په تندې سر?? نړۍ ته په ډاګه كېږي۔ پاكستان د نړۍ په ټولو فورمونو د كشمير??ان?? د حقونو غږ پورته كوي۔ پاكستان به تر هغه وخت د كشمير??ان?? سفارتي٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي تر څو چې دوي خپل د خپلواكې حق نه وي ترلاسه كړے۔
په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د هند بې دريغه تشدد او انتهاخوښي په منطقه كښې د سلامتيا صورتحال لپاره ډېره خطرناكه ده۔ چوهدري محمد برجېس طاهر
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث