اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د جے آئي ټي وجود په لسمه جولائي د حتمي راپور وړاندې كولو نه پس هغه وخت ختم شوے دے ٬د سپريم كورټ د اړخه په 7 ورځو كښې د دفتر راغونډولو اجازې باوجود د جے آئي ټي څو څو ساعته اوس هم غونډې كېږي٬اوس هم د بهرنيو ايجنسو او ادارو سره ټېليفوني تماس ن??ولې شي او ريماينډر لېږلې شي٬د جے آئي ټي د دې وخت كاروائي د سپريم كورټ د سپارښتو په ضد او د عدالت سپكاوې دے٬مونږ دا واضحه ك??و چې د لسمې جولائي نه پس به په لسم جلد كښې د كوم كاغذ زياتوالي تسليم نه كړو۔د جمعې پھ ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل د بې??و ذريعو څخه رامخې ته كېدونكې دا خبرونه ډېر افسوس ناك او د سپريم كورټ د سپارښتنې په ضد دي چې د پانامه جے آئي ټي اوس هم په خپلو باضابطه كاروائيو كښې بوښته ده او د هغوي څو څو ساعته غونډې كېږي۔اوس هم د بهرنيو ايجنسو او ادارو سره ټېليفوني تماس ن??ولې شي او ريماينډر لېږلې شي۔دې ووئيل سپريم كورټ جے آئي ټي له دومره قدرې اجازه وركړی وه چې په 7 ورځو كښې دننه خپل دفتر راټول كړئ خو د دفتر راټولو په ځاې يې ټول غړي او مرستياله كارمندان په دفتر كښې پرله پسې كار كوي۔دې ووئيل د جے آئي ټي وجود د لسمې جولائۍ حتمي راپور وړاندې كولو نه پس هغه وخت ختم شوے خو حېرت پھ دې خ??ره دے چې هغه غړو تراوسه خپلو ادارو ته راپور نه دے كړے۔ده ووئيل زمونږ لپاره دا خبره ډېره د تشويش ده او مونږ واضحه ك??و چې د لسمې جولائۍ نه وروستو به مونږ په لسم جلد كښې د يو كاغذ زياتوالې تسليم نه كړو۔دې ووئيل كه جے آئي ټي خپل كار نه و ختم كړې نو هغوي له د سپريم كورټ څخه رسمي وخت غوښتل پكار وو۔د دفتر ٬٬وائنډ آف٬٬ اجازې نه پس د جے آئي ټي په توګه خپل كار روان ساتل د سپريم كورټ هم توهين دے
د جے آئي ټي وجود په لسمه جولائي د حتمي راپور وړاندې كولو نه پس هغه وخت ختم شوے
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ