اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د موسمياتي بدلون له امله د راپېدا شوو مسئلو ا?? ستونزو مخ نيوي لپاره د كوټلو هڅو ضرورت دے او د نېشنل ايمرجنسيز آپرېشن سينټر(اين اي او سي)غوندې طبعي آفتونو كښې چمتو پاتې كېدل د صلاحيت ثبوت دے ۔د جمعې په و??ځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)مشر لېفټيننټ جنرل انعام حېد?? ملك او د هغه ډلې لخوا اين اي او سي اغراض او مقاصد٬كاركردګۍ او پورته كړو ا??داماتو په اړه تفصيلي بريفنګ كښې وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دا اقدام د دې خبرې ښه مثال دے چې مونږ د يو قام په حېث څنګه د ټېكنالوجۍ څخه ګټه پورته كولې شو ا?? د ژوند او معاش تحفظ لپاره كوټلې هڅې كولې شو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په جديد دور كښې دا ډول مركزونه ډېر مهم دي۔ده ووئيل اين اي او سي جديد ترين سسټمز٬رئيل ټائم مانيټرنګ٬ د ډيټا تجربه او د وخت نه وړاندې د خبرداري وركولو صلاحيت لري۔ده د وفاقي او صوبائي حكومتون?? ترمينځه مرستې ته و??ې وركولو ا?? بېړني حالات كښې په و??ت معلومات وركولو كښې د سينټر كردار د ستائنې وړ او ضروري وګرځولو۔ده ووئيل پاكستان په طبعي آفتونو د قابو موندلو هڅه كړې٬ تباهي كونكې سېلاب او زلزلو په لويه پېمانه تباهي كړی ده ۔
د موسمياتي بدلون له امله راپېدا شوو مسئلو او ستونزو مخ نيوي لپاره د كوټلو هڅو ضرورت دے۔يوسف رضا ګېلاني
हुला आधिकारिक मनोरंजन पोर्टल
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی