خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د اسلامی پرمختيائي بانك صدر ډاكټر محمد سلیمان الجاسر سره ملاقات


اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې پاکستان او اسلامی پرمختيائي بانك ( آئی اېس ډی بی) خپلو پخوانۍ نزدې اړيكې لري۔خارجه وزارت د اړخه جاري شوې تفصیلات له مخې د نړيوال اقتصادی فورم په موقع خارجه وزير اسحاق ډار د اسلامی پرمختيائي بانك صدر ډاکټر محمد سلیمان الجاسر سره ملاقات کړې دې۔ ډاکټر محمد سلیمان الجاسر ووئيل اسلامی پرمختيائي بانك خپل ګولډن جوبلی لمانځي، مونږ د يوې ادارې په توګه د آئی اېس ډی بی جوړولو او قوي كولو كښې د پاكستان په مرسته وياړ لرو۔