وفاقي وزير انجينئر امير مقام په بنوں كښې د صادق باركزي په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه


پېښور 26 جون (اے پي پي) د سېفران وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر انجينئر امير مقام د ګوند د ضلع بنوں عمومي سېكتر صادق بارکزي په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔ د شورو په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده دعا وكړه چې لوئي څښتن دې ارواښاد له دخپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي