اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) انسټی ټیوټ آف ریجنل سټډیز تر سيوري لاندي (نن) د زيارت په ورځ به اسلام آباد كښې پری کاپ 29 پینل مباحثه كېږي۔د موسمياتي بدلون پخوانۍ وفاقی وزیره سینیټر شیری رحمان به په دستوره كښې د خاص ميلمني په حيث ګډون كوي۔ د انسټی ټیوټ آف ریجنل اسټډیز اسلام آباد صدر سفیر جوهر سلیم، د نېشنل ډیزاسټر رسك مینجمنټ فنډ (این ډي آر اېم اېف) چیف ایګزیکټو آفیسر او د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام (یو این ډي پي) کنټری هيډ به په دې موقع خطاب کوي۔ موسمیاتی بدلون ادارو نمائندګان، سفارت کار او نوموړي خبريالان به په دې مهمه مسئله پینل ډسکشن كښې ګډون كوي۔ د ملګرو ملتونو د موسمياتي بدلون کنفرنس کاپ 29 به د آذربائیجان په باكو ښار كښې 11 نه تر 22 نومبر كېږي۔د دغې مهم کنفرنس څخه وړاندې پری کاپ کنفرنسونه روان دي۔
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری