اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شر??ف د مالديپ د سركاري دورې ترسره كولو نه پس وطن ته راستون شوې۔د دې څخه وړاندې د مالے په ويلانا هوائي اډه د مالديپ اولس مشر عبد??لل?? يامين عبدالقيوم او د ده د كابينې غړو وزيراعظم پھ ښه ډول رخصت كړو۔ده ته د دورې د عكسونو البم هم وړاندې كړی شو۔وزيراعظم ته د مالديپ د آزادۍ د 52مې ورځې په دستورو كښې د خاص مېلما په توګه ګډون كولو لپاره د دې دورې بلنه د مالديپ اولس مشر عبد??لل?? يامين عبدالقيوم وركړی وه۔وزيراعظم د آزادۍ د ورځې په دستورو كښې د ګډون كولو نه علاوه د مالديپ اولس مشر سره رسمي مذاكرات هم وكړل۔په دې موقع د ??وا??و هېوادونو ترمينځه د تجارت سېلګرۍ٬ماحولياتي بدلون او د تعليم پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې يو شمېر يادښتونه هم لاس ليك شول۔د وزيراعظم د دورې پھ پاې كښې شر??كه اعلاميه هم جاري كړی شوه۔
وزيراعظم محمد نواز شريف د مالديپ د سركاري دورې ترسره كولو نه پس وطن ته راستون شو
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر