اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي وئېلي دي د سيد علي ګېلاني مرګ د كشميريانو لپاره لويې زيان دے٬ څه ډول چې سيد علي ګېلاني د كشميري مزاحمتي تحريك قيادت كړے هغه د جمو كشمير په تاريخ كښې مثال نه لري ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ده انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز كښې د كشمير د آزادۍ هلو ځلو پلار ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د يو دور اختتام”علي ګېلاني ميراث”په سرخط يو ويبنار ګډون كوونكو ته په خپله وېنا كښې وكړه۔ده ووئيل سيد علي ګېلاني چې د كومې ثابت قدمۍ څرګندونه كړې هغه د كشمير مزاحمتي هلو ځلو د تاريخ يو مثالي باب دے۔ده ووئيل په هند كښې د هندوتوا حكومت د سيد علي ګېلاني تحريك ته زيان نه دے رسولے۔ده ووئيل سيد علي ګېلاني د كشمير د آزادۍ په تحريك كښې د ټاكنو سياست څخه تر احتجاجي تحريك ټول آپشن استعمال كړي۔ده ووئيل سيد علي ګېلاني مونږ ته يو سبق راكړے چې په هېڅ صورت به ماتې نه منو او د عظيم مقصد لپاره به په مړانه اودرېږو۔هند سيد علي ګېلاني په حراست كښې وژلے او د هغه كورنۍ له يې د هغه په جنازه كښې د ګډون كولو اجازه هم نه ده وركړې۔ ده ووئېل نن هر يو كشميرے ګېلاني دے او دا هلې ځلې به تر هغه وخت روانې وي تر څو چې كشمير نه وي آزاد شوے
څه ډول چې سيد علي ګېلاني د كشمير مزاحمتي تحريك قيادت كړے هغه د جمو كشمير په تاريخ كښې مثال نه لري ۔شهريار آفريدي
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ