اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي چې د افغانستان منجمد فنډ د افغان قوم ملكيت دے او بايد هغه جاري كړې شي، د افغان فنډ د استعمال پرېكړه بايد د افغانستان خپله پرېكړه وي. د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند د مېډيا د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل چې پاكستان د د افغان اثاثو د غېر منجمد كولو په اړه د امريكې پرېكړه كتلې ده. وياند ووئيل چې د تېرو څو مياشتو نه پاكستان پرله پسې نړيوالې ټولنې ته وائي چې دوي دې په افغانستان كښې د انساني الميې مخ نيوي او د افغان معيشت په بحالې كښې مرستې لپاره په سمدستي توګه كارروائي وكړي. وياند ووئيل چې په غېر ملكي بانكونو كښې د افغانستان د منجمد اثاثو په اړه پاكستان دا اصولي دريځ لري چې دا د افغان قوم ملكيت دے او بايد دا جاري كړې شي. وياند ووئيل چې افغان اولس سختو معاشي او انساني ستونزو سره مخ دے او بايد نړيواله ټولنه د دې خاتمې لپاره خپل مهم او تعيميري كردار روان وساتي چې پكښې وخت كليدي حېثيت لري.
د افغانستان منجمد فنډ د افغان قوم ملكيت دے او بايد هغه جاري كړې شي. د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena