پېنډۍ 10 جولائي (اے پي پي) د ترهګرۍ مخنيوي په لړ كښې د پاك امريكا د انفنټري رائفل کمپنۍ مشق 2024 پائي ته ورسېد چې پكښې د دواړو هېوادونو د وظيفائي ځواكونو انفنټري رائفل کمپنۍ په زړه پورې برخه واغسته۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك امريکا انفنټري رائفل کمپني مشق 2024 د پائې دستوره په نيشنل کائونټر ټيررازم سينټر پبي كښې وشوه ٬ د پاکستان او امريکې ترمېنځه “انفنټري رائفل کمپني مشق 2024” په وړومبي ځل د ترهګرۍ مخنيوي په څانګه كښې تابيا كړے شو ٬ دا د دوو اوونيو مشقونه د 29 جون 2024 څخه په نيشنل کائونټر ټيررازم سينټر (اېن سي ټي سي) پبي كښې پېل شوې وو٬ ۔ جنرل آفيسر کمانډنګ 17 ډويژن په پائي دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو او د امريکائي پوځ د 34 انفنټري ډويژن کمانډنګ جنرل ميجر جنرل چارلس جي کيمپر هم د پائي په دستوره كښې ګډون كولو٬ ګډٶن كوونكو د طرز عمل په مهال د وظيفائي پوهې د تر ټولو اعلي ٰ معيار مظاهره وكړه ٬ د انفنټري رائفل کمپني ايکسچينج مقصد د مشقونو طريقه كار ښه كولو نه علاوه دواړو هېوادونو ته رامخې ته د ترهګرۍ د دائمي خطر مقابله كولو لپاره د ترهګرۍ مخنيوي د مهمو تجربو تبادله كول وو٬ د دې دائره کار په انفرادي او اجتماعي كچه د پوهې ترلاسه كولو نه علاوه په اربن وار فيئر كښې شامل د مارک مين شپ پوهې سره سره د ټيکټيکل مهارتونو په ترلاسه كولو هم زيات زور رواړلے شو۔
د ترهګرۍ مخنيوي په لړ كښې د پاك امريكا د انفنټري رائفل کمپنۍ مشق 2024 پائي ته ورسېد
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی