اسلام آباد۔7فروری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي په و??ت د انصاف با??ري كولو كښې ?? محتسب كردار په ډاګه كولو سره محتسب ته د رجوع كولو دائره تر لرو پرتو سيمو پراخه كولو او دې مقصد لپاره عصري ټېكنالوجۍ څخه د استفادې كولو په حاجت زور راوړے۔ صدر مملكت د شورؤ په و??ځ د وفاقي محتسب دفتر دوره وكړه۔ په دې موقع وفاقي محتسب اعجاز احمد قرېشي صدر مملكت ته د محتسب کردار او کارکردګۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت ته ووئيل شول چې محتس?? په كال 2023 كښې ?? 193,028 شکایتونو ازاله وكړه او ځپليو ته يۍ د 4.898 اربه روپو ريليف وركړو۔ وفاقی محتس?? په كال 2023 كښې په ريكارډ 194,099 شکایتونو كارروائي وكړه ۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول چې د محتس?? په سفارشات د 18 زره سټريټ چلډرن د اسلام آباد په سكولونو كښې ??ندراج وشو۔ د محتس?? په 85.4 فیصده پرېكړو تېر كال عملدرآمد وشو۔ دې سره سره د محتس?? په دفتر كښې ?? ټېكنالوجۍ كارولو سره محتسب ته د خلقو د رجوع شرح زياته شوه۔ صدر ته ووئېل شول په كال 2023 كښې 48,190 شکايتونه آن لائن رجسټر شول كوم چې 47 فیصد زيات وو۔ په كال 2023 كښې ?? محتسب د موبائل اېب د لارې 22,321 شکایتونه ترلاسه شول كوم چې 21 فيصد اضافه په ګوته كوي۔ د سمندر پورې پاكستانيانو آسانيو او د هغوي د شكايتونو حل له هم ګامونه پورته كړے شول۔ په غونډه كښې ??در مملكت د انصاف په تندۍ سره رسول با??ري كولو كښې ?? محتس?? په كردار رڼا واچوله۔ ده ووئيل په و??ت د انصاف رسولو كښی د محتسب كردار په اړه به اولسي شعور بېدارول وي۔ دغسې صدر مملكت د محتسب د كاركردګۍ ستائنه كولو سره محتسب ته د رجوع كولو دائره تر لرې پرتو سيمو پراخه كولو او دې لپاره د عصري ټېكنالوجۍ كارولو په حاجت زور راوړو
په وخت انصاف باوري كولو لپاره دې محتسب ته د رجوع كولو دائره تر لرو پرتو سيمو پراخه كړې شي٬ د صدر ډاكټر عارف علوي د وفاقي محتسب په دفتر كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ