اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ(ن)پشمول په مخالفه ډله زور راوړے چې د مخالفې ډلې ګوندونه د سوئېلي پنجاب صوبې جوړولو لپاره د وړاندې كړي آئيني بدلون بل ملاتړ وكړي٬د عدم اعتماد تحريك به ناكامېږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې كړې۔شاه محمود قرېشي ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه د آئيني بدلون بل وړاندې كړے شوے ۔وزيراعظم د دې بل جاج اخستو سره منظوري وركړې اودغې نه پس د سركولېشن د لارې د كابينې غړو څخه د دې منظوري اخستلې شوې٬ ده ووئېل سوئېلي پنجاب صوبه جوړول د پاكستان تحريك انصاف د انتخابي منشور برخه ده۔ده ووئيل د مارچ په 28مه نېټه به د قامي اسمبلۍ په ايجنډا د سوئېلي پنجاب آئيني بدلون بل راوړلې شي٬دا د سوئېلي پنجاب د دريو څلورو كروړو خلقو لپاره خوشبينه پېشرفت دے٬ ده ووئېل موجوده حكومت د سوئېلي پنجاب لپاره قواعد او ضوابط وضع كړې٬سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ جوړ كړے شوے او دې لپاره فنډ بېل كړے شوے٬په ملتان او بهاولپور كښې سېكرټرېټس كښې هم بېلا بېل افسران تعينات كړے شوي ۔ده ووئيل نن مونږ د سوئېلي پنجاب اولس سره كړې يوه بله وعده پوره كړه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پيپلز بارټۍ او مسلم ليګ(ن)پشمول په ټولو مخالف ګوندونو زور راوړو چې د سوئېلي پنجاب صوبې جوړولو لپاره د وړاندې كړي آئيني بدلون بل ملاتړ وكړي۔ ده ووئېل كه يوسف رضا ګېلاني صوبه غواړي نو زمونږ بل ته دې ووټ وركړي٬كه هغه مخلص وي نو د بهانو لټولو په ځاې دې په دې تراميم كولو كښې زمونږ مرسته وكړي
د مخالفې ډلې ګوندونه بايد د سوئېلي پنجاب صوبې جوړولو لپاره د وړاندې كړي آئيني بدلون بل ملاتړ وكړي٬د بې باورۍ تحريك به ناكامېږي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا