اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي موجودہ حکومت به خپله آئینی مو??ه پوره كوي، پاکستان به د پېښو چیلنج??نو څخه په وېستلو به ??خپلو پښو اودرولے شي، هند سره د كشمير مسئلې پشمول د ټولو شخړو هواري لپاره خبرو اترو له چمتو يو، د هند قیادت ته دا پیغام دے چې زمونږ سره د خبرو اترو د لاري پخوانۍ شخړې حل كړي دغسې چې د وسلو د زغل په ځاے خپل وسائل د غريبۍ او بے روزګارۍ ختمولو سره سره په معیاری تعلیم او د صحت په آسانيو خرڅ كړو،هند دې د 05 اګست يو اړخيزه غیر قانونی اقدام بيرته واخلي، زمونږ د سعودی عرب او د متحدہ عرب امارات پشمول نورو ملګرو هېبواد??نو په سخت وخت كښې ملګرتيا كړې ،مونږ دغه مرسته په سرمايه كارۍ او نجارت بدلول غواړو۔د ګل په شپه دبئی ”العربیه” ټي وي چينل سره خپله مركه كښې وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل سعودي عرب او متحدہ عرب امارات د پاکستان پخوانې ملګري دي، پاکستان جوړيدو څخه وړاندې به د نيمې اوچې مېشته مسلمانان د سمندر او صحرا د لاري مکه مکرمه او مدینه منورہ ته حج او د عمرہ سعادت ترلاسه كولو له تلل دغسې د سعودی عرب سره دا اړيكي د پخوا راهسې راروانې دي۔ وزیراعظم د يوې پوښتني په ځواب كښې ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته چې زما د متحدہ عرب امارات دوره ګټه وره او کامیاب وه، متحدہ عرب امارات زما او د ټولو پاکستانیانو دويم كور دے او د پاكستان سره نزدې د ورورولۍ اړيكي لري۔ده ووئيل زه د متحدہ عرب امارات د قیادت مننه كوم او په خاص توګه د صدر شیخ محمد بن زید النهیان څوك چې د پاکستان پخوانے مرستيال او مهربان دے ،هغه غواړي چې د پاكسنان اولس سوكاله وي،دغسې شیخ زید د پاکستان يو لوئ خېرخواہ او ملګرے دے۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل اسلامی نړۍ او په خاص توګه خلیجی هېوادونه كوم چې د پاكستان ګاونډيان دي، هغوي سره د شريكې ګټې ، مذهب، كلتور او په تاریخی رابطو اډانه اړيكي لرو،هم دغه وجه ده چې پاکستان او د خلیجی هېواد??نو قیادت خپلو كښې دا عز?? لري چې يو بل سره تجارت،كلتور او سرمایه كارۍ ته وده وركړې شي، اسلام د امن او مساوات دين دے او د هر ډول ترهه ګرۍ نفی کوي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل پاکستان چې كوم معاشی چیلنج سره مخ دے دا چري هم د خلیجی هېواد??نو مرستي نه غير حل كيدې نه شي،د دغي هېواد??نو د اړخه د پاکستان بشپړه مرسته شوې ، سعودی عرب، متحدہ عرب امارات پشمول نورو هېواد??نو زمونږ بشپړه مرسته كړې ، ده ووئېل زما دا وژن دے چې هر وخت د نورو هېواد??نو څخه د مرستي غوښتلو په ځاے پاکستانے قام كوم چې يو بهادر او محنتی قام دے او دا زما ايمان دے چې يوه ورځ به ??ه خپلو پښو اودريږي، ده ووئېل سرمایه کارۍ ته وده وركول غواړو،دا هېوادونه عمر له د پاكستان مرستي كولو له چمتو دي،دا يو ښه روایت دے چې په سخت وخت كښې ورور د ورور مرسته كوي دغسې دا مرسته مونږ تجارت او په سرمایه کارۍ بدلول غواړو دغسې چې پاكستان په خپلو پښو اودريږي او معاشي ښه والے راشي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب ده ووئيل هند زمونږ ګاونډي هېواد دے ، پاکستان او هند ترمينځه درې جنګونه شوي ، د دغې جنګ??نو په نتيجه كښې غريبي ٬ بے روزګاري نوره زياته شوې،د هند قیادت او وزیراعظم مودی ته دا پیغام دے جې زمونږ سره خبرو ته كښيني ځكه چې د ټولو مسئلو حل لپاره جدي خبرو اترو ته ضروت ??ے ، ده ووئېل دواړه هېوادونه جوهري طاقتونه دي ،ما محمد بن زید څخه دا استدعا کړې چې په دې لړ كښې كردار ترسره كړي، مونږ د زړه نه د هند سره خبرو اترو له چمتو يو۔ده ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته چې پاکستان بدترین معاشی چیلنج??نو سره مخ دے خو مونږ به د دې مقابله كوو ، محنت او قربانی سره به ??ه دې قابو اومومو، ده ووئېل زمونږ ملګري هېوادونه زمونږ مرسته كوي ، جرمنی جاپان په بشپړه توګه تباہ کړے ؤ خو جاپان پخپل محنت نن په نړۍ كښې يو مقام ترلاسه كړے ۔ده ووئيل كرپشن به ??ه هيڅ صورت قبلول نه كړے شي،زما په حكومت كښې د دې ګنجائش نشته۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل زمونږ حكومت به خپله آئیني مو??ه پوره كوي۔(
موجودہ حکومت به خپله آئینی موده پوره كوي، پاکستان به د پېښو چیلنجونو څخه په وېستلو به پخپلو پښو اودرولے شي۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف ”العربیه” ټي وي چینل سره مركه
Power of Rome APP download entrance
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری