اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي دا وخت د سیاست نه، د سیلاب ځپلو د مرستې دے، عمران خان خپل سیاست بچ كولو له د هېواد ګټو سره لوبې وكړې٬ د روغتون په نامه جمع كړې په اربونو روپۍ يۍ په سياست مصرف كړې ٬ پي ټي آئي د هېلي كاپټر په پېښه هم منفي سياست وكړو٬ فارن فنډنګ كوؤنكو ?? عمران خان له لارې پاكستان كښې اړې ګړې رامخې ته كول غواړي٬ د نورو پاكستانيانو په څير به عمران خان له هم قانون ته مخامخ كیدل وي۔ د دې خيالاتو څر??ند??نه ده د اتوار په ورځ په نارووال كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ?? عمران خان هر ډول دروغ او فراډ رامخې ته شوې دې۔ احسن اقبال ووئيل په هېواد كښې د ګرانۍ روانه چپه اولس ته ?? عمران خان لخوا وركړې شوې ډالۍ ده۔ وفاقی وزیر ?? عمران خان نه پوښتنه وكړه چې څه وخت مونږ په كال 2018ء كښې حكومت پرېښودلو نو د هېواد پرمختيائي بجت يو زر ارب روپۍ وو او تا د خپل حكومت د وروستي مالي كال په وروستۍ درې مياشتنيزه موده كښې پرمختيائي بج?? جاري نه كړو ٬ كله چې مونږ د روان كال په مهال حكومت ترلاسه كړو نو د هېواد پرمختيائي بج?? 5 سوه اربه روپۍ وو كوم چې د څلورو كلونو نه ورستو بايد 2 زره اربه روپو ته رسول شوې وو۔ ده ووئيل ?? عمران خان بيانيه خاورو سره يوځائې شوې ده۔ ده ووئيل مونږ د سېلاب ځپليو په څير په اولنو څلورو مياشتو كښې قومي معيشت ريسكيو كړو او اوس د دې بحالۍ ته پام كوؤ۔ ده ووئيل پي ټي آئي د پارليمان ٬ الېكشن كمېشن او د پاك پوځ په شمول د قومي ادارو په ضد رېډ لائن كراس كړې د??۔ ده ووئيل يو داسې سړې كوم چې نه د قانون احترام كوي ٬ نه د پارليمان٬ نه د عدليې او نه د و??له والو ځواكونو ٬ او چاته چې يوازې خپلې ګټې خوښې دي دغسې تن ته پاكستان سپارلې كېدې نه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ټاكنې به په خپل ټاكلي وخت او د آئين او قانون له مخې كېږي۔
دا وخت د سیاست نه، د سیلاب ځپلو د مرستې دے، عمران خان خپل سیاست بچ كولو له د هېواد ګټو سره لوبې وكړې٬ د روغتون په نامه جمع كړې په اربونو روپۍ يۍ په سياست مصرف كړې٬ د احسن اقبال ميډيا سره خبرې
No Communication Baccarat Online Game
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات