اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د اطلاعات،خپرونو ٬ قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د پي ټي آئي باني چيئرمېن د اړخه د ليفټيننټ جنرل (ر) فيض حميد د اوپن ټرائل غوښتنه د پاك پوځ په چارو كښې لاس وهنه ده، د فيض حميد كيس د پوځ دننه معامله نه ګرځولو سره هغه ثابت كړه چې فيض حميد واقعي د پي ټي آئي باني چيئرمېن اثاثه ؤ ۔د شورو په ورځ په خپل ??و بيان كښې وفاقي وزير ووئ??ل د پي ټي آئي باني چيئرمېن پرله پسې هڅې كوي چې خپلو بيانونو څخه د فيض حميد كيس متنازعه كړي۔ده ووئيل نن د فيض حميد په دفاع كښې بيان وركونكے باني چيئرمېن دې د 190 مليونه پاؤنډ كيس ځواب وركړي۔ وفاقي وزير ووئيل باني چيئرمېن داسې بيانونو څخه ثابتوي چې هغه د زيات تذبذب ښكار دے، هغه د فيض حميد كيس د پوځ دننه معامله نه ګرځولو سره ثابت كړه چې فيض حميد واقعي د پي ټي آئي باني چيئرمېن اثاثه ؤ ۔ده ووئ??ل د پي ټي آئي باني چيئرمېن ، فيض حميد ته كله اثاثه، كله اتل او كله زيرو وائي ٬ دې څخه ښكاري چې هغه په ذهني توګه د پريشانۍ ښكار دے۔ده ووئ??ل د فيض حميد كيس كښې هم داسې ښكاري چې د پي ټي آئي باني چيئرمېن د وګړو كارولو نه بيا لاس په شا كېږي، د پي ټي آئي باني چيئرمېن ته محسن كشۍ كښې مهارت ترلاسه ده۔
د پي ټي آئي باني چيئرمېن د اړخه د ليفټيننټ جنرل (ر) فيض حميد د اوپن ټرائل غوښتنه د پاك پوځ په چارو كښې لاس وهنه ده۔عطاء الله تارړ
पीटी इलेक्ट्रॉनिक प्रतिष्ठा सट्टेबाजी एपीपी
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil