اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د راتلونكي مالي كال بجټ وړاندېزونو ته قانوني شكل وركولو لپاره د مالي بل 2024 بدټ منظوري وركړه ٬د حكومت لخوا په بل ك??ې بدلونونه شامل ك??ے شول او د اپوزېشن لخوا وړاندې كړی شوي ټول بدلونونه په اكثريت سره رد كړے شول ۔په قامي اسمبلۍ كښې د جمعې په ورځ د خزانې وزير محمد اورنګزېب د وړومبۍ جولائي 2024 څخه پیل كېدونكي مالي كال لپاره د وفاقي حكومت مالي تجاويز عملي كولو او په ځينې قوانين كښې بدلون كولو له په مالي بل 2024 سمدستي غور كولو له تحريك وړاندې كړو ٬ ?? كوم چې د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)غړې عاليه كامران مخالفت وكړو ۔دې خپلو دلائلو كښې ووئېل چې د پيو او ??ار??ګانو بيعې به زياتېږي ٬د زړه د رنځ په آلات ټيكسونو لګولو څخه به علاج ګرانېږي٬د نان فائلرز په ن??مه سفري بندېزونه لګولې كېږي٬دې څخه به ټول قام متاثره شي٬ دغسې په تحقيق او تعليم ټيكس لګولے كېږي۔د سني اتحا?? كونسل غړي علي محمد خان ووئېل دې بجټ څخه د عام وګړي په ژوند كښې كومه بهتري نشي راتللې ٬ځكه مونږ د دې بجټ مخالفت كوو٬ ده ووئېل د 25 نه تر 30 زره روپو كښې هره مياشت ?? كور بجټ جوړول ممكن نه دي٬د هېواد معيشت بهترۍ لپاره د سودي نظام ختمول ضروري دي۔علي ګوهر خان ووئيل مالي بل ك??ې اولس ته زيات نه زيات رېليف وركول مقصد وي٬په دې دور كښې تر ټولو كم شرح نمو او ترسيلات زر پاتې شوي ٬په بجټ كښې د 30 اربه روپۍ ترلاسه كول ظاهر كړې شوي۔ ده ووئېل د اېف بي آر سټركچر كښې بدلون راوستلو نه غېر ټيكس نيټ نشي پراخه كېدے۔زرتاج ګل ووئيل په بجټ كښې اولس لپاره څه ن??ته٬د اوبو وسائلو٬موسمياتي بدلون لپاره په بجټ كښې څه هم نشته٬مونږ بجټ مستر?? كوو۔د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان ووئېل د دې بجټ هدف د پاكستان اولس دے٬د غنمو درآمد د كروندګرو ملا ماته كړه ۔د كروندګرو څخه غنم نه دي اغستلې شوي۔د دې اقدام دې نيب څخه پلټنې وكړې شي۔ ده ووئېل بجټ څخه به په افراط زر كښې اضافه اوشي٬په بيعو كښې د عارضي كمي نه پس بيا زياتے روان دے ٬د بجلۍ بيعه به تر 100 روپو يو يونټ ته رسي٬د ګاز بيعه به هم زياتېږي۔۔اسد قيصر ووئيل اېن اېف سي ايوارډ كښې دې كے پي كے ته 19 فيصده برخه وركړی شي٬په دې اړه دې د شريكې ګټې كونسل غونډه راوبللې شي٬دغسې كے پي كے له دې د نيټ هائيډل د ګټې بقاياجات وركړے شي۔دې نه پس سپيكر د مالي كال 2024 په بل د غور كولو تحريك ايوان ته وړاندې كړو ?? كوم چې غونډې په اكثريت سره منظوري وركړه۔د دې نه پس په ايوان كښې د بل شق وار منظورۍ عمل پېل شو۔ د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب د مالي بل شقونه منظورۍ لپاره وړاندې كړل۔د بېل په بلا بېلو شقونو كښې د سېنېټ سفارشات او د قامي اسمبلۍ غړو تجاويز تر مخه د حكومت لخوا فنانس بل ك??ې بېل بدلونونه وړاندې كړل ?? كوم چې ايوان منظوري وركړه او د اپوزېشن لخوا عمر ايوب خان٬جنيد اكبر خان٬مبين عارف٬علي محمد خان٬اسلم ګهمن٬زرتاج ګل٬ د جے يو آئي غړي نور عالم خان پشمول نورو اپوزېشن غړو بدلونونه وړاندې كړل ?? كوم چې د خزانې وزير مخالفت وكړو او هغه ئې په اكثريت سره مسترد كړل۔د پيپلز پارټي غړو شاهده رحماني٬شګفته جماني او اعجاز جاكهراني لخوا جمع كړي بدلونونه بېرته واخستلے شول خو عبدالقادر پټيل د اسمبلۍ غړو او سېنېټ تنخاګانو او الائونسز په اړه د بدلون په بابله د خزانې وزير مخالفت ونه كړو دغسې دا بدلون بل ك??ې شامل ك??ے شو۔د سيلز ټيكس په اړه د اپوزېشن په بدلون د خزانې وزير ايوان ته ووئيل دا ډېر ضروري دے٬ 756 اربه روپۍ سيلز ټيكس فراډ مونږ نظرانداز كولې نه شو۔په دې مهال ټولو اپوزېشن غړو احتجاجا ً ايوان څخه واك آؤټ وكړو۔ دغسې د مالي بل 2024 د ټولو شقونو منظورۍ نه پس د خزانې وزير محمد اورنګزېب تحريك وړاندې كړو چې د راتلونكي مالي كال بجټ تجاويز عملي كولو لپاره دې د مالي بل 2024 منظوري وركړي شي او دغسې قومي اسمبلۍ د بل منظوري وركړه۔
قامي اسمبلۍ د راتلونكې مالي كال بجټ وړاندېزونو ته قانوني شكل وركولو لپاره مالي بل 2024 منظور كړو
R88 card game integrity entertainment website
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil