کوئټه۔19دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د اولس تر ټولو قيمتي اثاثه خپل انساني وسائل دي٬ افرادي قوت ته به په عصري بنيادونو فني تر??يه وركول وي٬ دوست هېوادونه نن هم پاكستان څخه د افرادي قوت درآمد كولو ته پام لرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ بلوچستان كښې د پرائم منسټر یو??ھ سکل ډوېلپمنټ پروګرام دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د فنی مهارت اهمیت وخت تېرېدو سره سره بدلېږي او لا زياتېږي٬ د كوم قام تر ټولو قيمتي اثاثه د هغوي انساني وسائل وي۔ ده ووئيل په نړيوالو ماركيټونو او معيش??ون?? كښې چې څنګه جدت رامخې ته كېږي ٬ نوې ټېكنالوجي معارفي كېږي ٬ د آرټیفیشل انټیلیجنس دور دے ٬ په دې كښې چې كوم چېلنج رامخې ته دے هغه دا چې څنګه خپل انساني وسائل فعاله كړې شي٬ د دې تريبه څنګه وكړې شي۔ ده ووئيل هنر مند افرادي قوت په انفرادي او اجتماعي توګه قامونو لپاره ګټور وي۔ ده ووئيل هڅه ده چې ګوادر څخه تر موسی خېل ماشومانو ته تر??يه وركړې شي دغسې چې هغوي اولس لپاره ګټور وګړي وګرځي۔ ده ووئيل په خلیجی هېوادونو ، اروپا او چين كښې افرادی قوت لپاره سترې موقعې شته بياهم په دې كښی هنرمند افرادي قوت ته زياته اړتيا ده۔ ده ووئيل په سباؤن كښې شايد دا ممكن پاتې نه شي چې غېر هنرمند وګړي دې بهر ولېږلې شي۔ ده ووئيل 8 فرورۍ څخه وروستو چې كله ز??ون?? موده ترسره شي نو دې څخه وروستو به هم په دې ټولنه كښې ??ون?? څه نه څه كردار لرؤ او دا كردار به د بلوچستان او د دې د اولس خېر ښېګړې له كاروؤ۔ ده ووئيل دا پروګرام به د خلقو ژوند بدل كړي٬ خلق به د خپلو نسلونو په زده كړو او روغتيا سرمايه كاري وكړي۔د كوم يو هنرمند وګړي هنر د هغه په كورنۍ او ټولنه كښې خپرېږي۔ ده ووئېل دا سماجي بدلون پلو يو ګام دے٬ په دې كښې به ??ون?? ټولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د سول سوسائټی په مشاورت به وفاقي حكومت صوبې ځان سره مخ په وړاندې بوځي۔ وزیراعظم په دې موقع د بلوچستان څلور ذهينو طالبعلمانو ته چېكونه وركړل په كومو كښې چې عین?? عروج،حفضه عمران،مومنه ایاز او ثمینه مري شاملې وې
د اولس تر ټولو قيمتي اثاثه خپل انساني وسائل دي٬ افرادي قوت ته به په عصري بنيادونو فني تربيه وركول وي ٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ كوئټه كښې خطاب
Entrance to the plush toy fanatic entertainment platform
مضمون کا ماخذ : números dupla sena