اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي عدليه، انتظاميه او سياسي مشران د ټاكنو په وخت تابيا لپاره متفق دي٬ د فرورۍ په اتمه نيټه انتخابات كولو كښې هېڅ شك نشته٬ په اتفاق سره د ټاكنو په نيټه ټاكلو د سپريم كورټ ستائنه كوم٬ د يو ګوند نه بلكې د هر پاكستاني وياند يم، نړۍ د ګډوالو بوجھ وېشلو كښې د پاكستان مرسته نه ده كړې٬ د غېر قانوني كډوالو ستنولو پرېكړه مناسب اقدام دے٬ پاکستان د جوړېدو تحريك څخه د فلسطينيانو سره ولاړ دے، د فلسطين مسئلې حل يواځې دوه رياستي منصوبه ده، په غزه كېدونكې ظلم باندې د نړيوالو مشرانو ګونګتيا د افسوس وړ ده۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه وائس آف امريکا سره خپلې خاص مركه كښې كړې۔ صدر مملکت ووئيل د غېر قانوني كډوالو ستنولو پرېكړه مناسب اقدام دے، معيشت اوس د كډوالو د بوجھ پورته كولو طاقت نه لري۔ ده ووئيل افغان طالبان د دراندازۍ په لاره نيولو كښې پاتې راغلي، د باور راكولو باوجود د ټي ټي پي په ضد ګامونه نه دي پورته شوي ٬ افغان طالبانو ته شواهد هم وركړے شوي ٬ ده ووئېل كابل سره د رابطې فقدان نشته، طالبان دې عملي كار وكړي۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان د غزه په صورتحال په نړيوال فورمز د خپل دريځ بشپړ پخلے كړے ، د فلسطين مسئلې حل يواځې دوه رياستي منصوبه ده، په غزه كښې په ظلم د نړيوالو مشرانو خاموشي د افسوس وړ ده۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل د صدر آئيني موده بشپړول د استحکام علامت دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه نواز شريف وزيراعظم منتخب شو نو د سوګند اغستو تقاضه به ترسره كوم٬ كه سياست مدار او د انتظاميه پشمول ټول شراكتدار په ګډه كار وكړي نو مسئلې حل كېدې شي۔ ده ووئيل ليول پليئنګ فيلډ وركول د الېکشن کمېشن او حکومت ذمه واري ده، حکومت د ليول پليئنګ فيلډ وركولو باور وركړے ۔ صدر مملکت ووئيل صدر انتظامي اختيارات نه لري، توقعات پخپل ځاے خو يو داسې قګام نشم پورته كولے چې آئين ئې اجازه نه وركوي٬ كوم ځاے چې مسئلې وينم په ګوته كوم به ئې۔ ده ووئيل د ټولټاكنو په نيټه كښې هېڅ بې غوري نه ده شوې۔ صدر د پوې پوښتنې په ځواب ووئيل د عمران خان په الېكشن كښې د شاملېدو پرېكړه په عدالت كښې ده ٬ د صدر په حېث په عدليه باور لرم۔ صدر مملکت ووئيل د مئي د 9مې نټي مې غندنه كړې ده٬ د تشدد په سياست باور نه لرم ۔ ده ووئيل د عامو وګړو په پوځي عدالت كښې د مقدمې معامله په عدالت كښې ده٬ د مئي د 9مې نيټې مقدمې په پوځي عدالتونو كښې د سماعت په ړه د وخت نه وړاندې رائے وركول نه غواړم
عدليه، انتظاميه او سياسي مشران د ټاكنو په وخت تابيا لپاره متفق دي٬ د فرورۍ په اتمه نيټه ټاكنو كولو كښې هېڅ شك نشته۔ د صدر ډاکټر عارف علوي وائس آف امريکا سره مركه
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری