اسلام آباد 03 اکتوبر(اے پی پی)د تعليم او پېشه وره تربيت لنډ مهاله وفاقي وزير مدد علي سندهي وئېلي دي د تل پاتې معاشي پرمختګ لپاره تعليمي نظام ښه كولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬كوم هم قام د تعليم نه بغېر پرمختګ نشي كولې ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري تر سيوري لاندې د پوهنتونونو مرستې سره د زده كوونكو ترمينځه د يو بزنس پلان مقابلې ته د يو خاص مېلمه په توګه د وينا كولو په مهال كړی۔د کامسیټ یو??یورسټی، رفاہ یو??یورسټی، انسټی ټیوټ آف سپیس ټیکنالوجی، کیپټل یو??یورسټی آف سائنس اینډ ټیکنالوجی، ایچ آئی ټی ای سی یو??یورسټی ټیکسلا، نیشنل یو??یورسټی آف سائنس اینډ ټیکنالوجی، نسټ بزنس سکول، قائداعظم یو??یورسټی، انټرنیشنل اسلامک یو??یورسټی، شفا تعمیر ملت یو??یورسټی او فاطمه جناح ویمن یو??یورسټی زده كوونكو بزنس پلان مقابله ??ښې برخه اخسته۔په دې موقع په خپل خطاب ??ښې د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير مدد علي سندهي ووئېل د پائيدار معاشي پرمختګ لپاره تعليمي نظام ښه كولو ته حكومت پام لرنه كوي او حكومت په دې لړ كښې ??عاله دے۔ده ووئيل تعليم د هر كوچني بنيادي حق دے او كوم هم قام د تعليم نه بغېر ښه پرمختګ نشي ترلاسه كولے٬د ښه تعليم د لارې د بشري وسائلو پرمختګ د پالېسۍ مركزي ستن ده۔ده ووئيل حكومت د وړومبي قامي ټيكنيكل اينډ ووكيشنل ايجوكېشن اينډ ټريننګ پالېسۍ مرتب كړي چې مقصد ئې تربيت يافته او هنرمند افرادي قوت رامخې ته كولو سره د صنعتي څانګې ضروريات پوره كول دي۔د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر احسن ظفر بختاوري ووئېل د انټر يونيورسټي بزنس پلان مقابلې كولو مقصد د زده كوونكو ته يو ښه پليټ فارم وركول دي دغسې چې د سرمايه كارو په موجودګۍ ??ښې خپل جديد بزنس آئيډياز وړاندې كړي او د خپل ښه بزنس آئيډياز كمرشلائزېشن امكانات ښه كړي۔
د تل پاتي معاشي پرمختګ لپاره تعليمي نظام ښه كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ د تعليم لنډ مهاله وفاقي وزير د پوهنتون زده كوونكو ترمينځه د بزنس پلان مقابلې ته وينا
Wild hot 40 entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر