كراچۍ 25 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف وئيلي دي چې پاكستان په امن باور لري او د ملګرتيا اړيكو ته وده وركول غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان نيول اكيډمي كراچۍ كښې 117م مډشپ مين او 25م شارټ سروس كمېشن كورس كمېشننګ پريډ ته د خاص ميلمه په هيڅ وينا كښې وكړه۔پاسنګ آؤټ پريډ كښې د پاك بحريه مشر ايډمرل محمد امجد خان نيازي او د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه هم ګډون كولو۔وزير اعظم په خپل خطاب كښې ووئيل ټول قام په خپلو وسله والو ځواكونو وياړ لري كومو چې د دښمن عزائم ناكامه كولو سره او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ګڼي قربانۍ وركړې دي۔ده ووئيل پاك بحريه د موجود وسائل سره په مجموعي ډيټرنس او قومي سلامتيا لپاره كوټلې كردار ترسره كوي۔ د پاك بحريه كردار ستائلو سره ده ووئيل پاك بحريه د بهادرۍ او پيشه وره پوهې ميراث لري او د دې باور څرګندونه كوو چې نوې كميشنډ كيډټس به دې ميراث ته لا وده وركړي۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې سمندري دائره اقتدار پرله پسې بدليږي چې له امله ئې په نړيواله كچه ټيكنالوجيكل ترقي او طاقت كښې بدلون كېږي۔ده ووئيل درې واړه سروسز د پولو ټولو خطرو په ضد د خپل صلاحيت ثبوت وركړې۔ده ووئيل ټول قام د ټولو شهيدانو كورنيو ته پيرزوئنې وړاندې كوي كومو چې د خپلو قربانو سره هېواد د ټولو خطرو څخه محفوظ كړې۔وزيراعظم د ملګرو هېوادونو افسرانو ته خپلو خپلو هېوادونو پوځ كښې د كمېشن په ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم ځوانانو او افسرانو له مشوره وركړه چې خپل طرز عمل، كردار او علم سره رهنمائي وكړي۔ده په نوې كميشنډ افسرانو زور راوړو چې خپل خذمات او د قوم د فخر ښه روايت ژوندي ساتلو لپاره خپل هڅي وكړي۔پاس آؤټ شويو ډلو كښې 23 مډ شپ مين شامل وو چې پكښې د 4 تعلق د پاكستان, د 14 د بحرين ډيفنس فورسز، د 3 د فلسطين او د 2 تعلق د قطر سره ؤ۔ پاس آؤټ شويو كښې 19 شارټ سروس كمېشن كورس افسران هم شامل وو۔دې نه پس وزيراعظم شهباز شريف ښه پوزيشن ترلاسه كونكو له انعامات وركړل۔
پاكستان په امن باور لري، د ملګرتيا اړيكو ته وده وركول غواړي، پاك بحريه په قامي سلامتيا كښې خپل كردار په ښه ډول ترسره كوي۔وزيراعظم محمد شهبازشريف
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا