اسلام آباد۔1اپرېل(اے پی پی) د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن وئيلي دي چې پي ډي اېم په پنجاب او كے پي كے كښې د ټول ټاكنو نېټې سره د اړوند سوموټو كېس په سماعت كوؤنكي بېنچ باور نه لري٬د سپريم كورټ برخې برخې كولو په ځايې دې بې پرې پاتې كړې شي٬ د ټول ټاكنو كېس پرېكړه څلور درې سره شوې ده٬ په هېواد كښې د اول نه په يوه ورځ ټاكنې كېدل رروان دي۔ دا مهال مردم شماري روانه ده د كومې په بنياد به چې حلقه بندۍ كېږي۔ په اسلام آباد كښې د خالي په ورځ د پي ډي اېم ګوندونو غونډې څخه وروستو ميډيا سره خپلو خبرو كښې مولانا فضل الرحمن ووئيل په سپریم کورټ كښې په پنجاب او كے پي كے كښې د ټاكنو نېټې ټاكلو سره د اړوند از خود نوټس سماعت روان دے۔ دې مسئلې لپاره اولنې بېنچ په 9 ججانو مشتمل وو۔ دوه ججان ترې لاړل نو په پاتې 7 ججانو كښې دوه ججانو خپلې رايې وركړې او يو اړخ ته شول۔ بيا 5 كسيزه بنچ يوه داسې پرېكړه وكړه كومې چې سیاسی ګوندونه ٬ اولس ټول ابهام سره مخ كړل۔ دا دريځ هم اختيار كړے شو چې دا پرېكړه د درې دوه ده۔ بيا يۍ ووئيل چې ددې دوه ججانو رايې په دې كښې شامل ده۔ دې سره دا پرېكړه د درې دوه ده۔ د دې مطلب دا دے چې سوموټو خارج شوه۔ ده ووئيل زمونږ په دې عدالت هېڅ باور نه دے پاتے۔ ده ووئيل مونږ حېرانه دې ته يؤ چې سپريم كورټ كومه چې د پاكستان د احترام وړ اداره ده دغلته يو څو ججان عمران خان ته په ښكاره توګه ريليف وركول او د دوئي د پارټۍ موقف كاميابول دي۔ هغه چې څه هم غوښتنه كوي د هغې ترسره كولو لپاره ټول توانونه كارولې شي۔ ده ووئيل چيف جسټس مونږ ته د يو ځايې ناستې كولو وائي او كه داسې نه كوۍ نو بيا به مونږ كوؤ۔ ده ووئيل آيا مونږ يو مجرم سره كښېنو؟ كوم چې د ټګۍ د لارې رواستې شو۔ دې نه وړاندې نوټس ولے نه وو اخستې ٬ هغه وخت ولې سوموټو وانخستې شو كله چې 15 ملين مارچ وشو۔ اسلا آباد كښې دھرنا وركړې شوه۔ ده ووئيل په ټول هېواد كښې يا په يوه صوبه كښې ټاكنې كول د الېكشن كمېشن انتظامي اختيار دے۔ ده ووئيل مونږ ته معلومه ده چې د ټول ټاكنو د سوموټو نوټس 4 – 3 سره پرېكړه راغلې ده۔ په دې د بيا سماعت هېڅ قانوني حېثيت نشته۔ ده ووئيل د بنګله دېش پېښه مونږ هېره كړې ده چرته چې د ټاكنو نتيجو معامله د كوم ځيې څخه كوم ځائې ته ورسېده۔ ده ووئيل سپريم كورټ دې يوه آزاده او پې پرې اداره پرېښودلې شي ده ووئيل مونږ به عمران خان سره د ټاكنو نېټې تعين لپاره د كومو خبرو برخه نه جوړېږو او نه به داسې مجرمانو سره كښېنو۔
پي ډي اېم په پنجاب او كے پي كے كښې د ټول ټاكنو نيټې سره د اړوند سوموټو كيس په سماعت كوؤنكي بينچ باور نه لري٬ د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن
مضمون کا ماخذ : ریل رش