پينډۍ 28 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سیّد عاصم منیر په دې خبره زور راوړې چې هېواد معاشی زيان څخه بچ كولو لپاره دې د غیر قانونی معاشی هلو ځلو په ضد قانون نافذ کونكې ادارې او اړوندې محکمې په ګډه او بشپړه قوت سره کارروايي روانه وساتي۔د پاك پوځ سرلښكر د لاهور خپلې دورې په مهال د صوبائی ایپکس کمېټۍ په غونډه كښې ګډون وكړو۔د پنجاب نګران وزیر اعلیٰ محسن رضا نقوی هم په غونډه كښې موجود وو۔ د آئی اېس پی آر له مخې د صوبائی ایپکس کمېټۍ په غونډه كښې سرلښكر ته د صوبې مجموعی سکیورټی صورتحال پشمول د برېښنا ، ګاز غلا ، ذخیرہ اندوزۍ او غیر ملکی کرنسی قاچاق په ضد د قانون نافذ کونكو ادارو کارروائیو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ د غوڼدې ګډون كونكي د اقلیتونو تحفظ لپاره د پورته كړی شويو اقدامات او کچه سيمه كښې د روان عمليات پېش رفت په اړه هم خبر كړې شو۔ فورم په غیر قانونی توګه د مېشته غیر ملکیانو خپلو هېوادونو ته د ستنېدو جاج هم واخست۔ سرلښكر په دې خبره زور راوړو ګډون كونكو د دې خبرې پخلے وكړو چې ریاستی ادارې، سرکاری محکمې او اولس د صوبې پرمختګ او سوكالۍ لپاره يو موټې دي۔دې څخه وړاندې لاهور ته په رارسېدو د لاهور کورکمانډر د پوځ سرلښكر ته تود هركلے ووې۔
پاکستان معاشی زيان څخه بچ كولو لپاره دې د غیر قانونی معاشی هلو ځلو په ضد قانون نافذ کونكې ادارې او اړوندې محكمې په ګډه او بشپړه قوت سره کارروايی روانه وساتي۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرل سیّد عاصم منیر
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ