مولانا فضل الرحمان د ايران صدر ابراهيم رئيسي په ناڅاپي مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه


اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د ايران صدر ابراهيم رئيسي په ناڅاپي مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ د جے يو آئي ميډيا سېل لخوا د جاري بيان له مخې مولانا فضل الرحمان د چورلكې په پېښه كښې د صدر ابرهيم رئيسي او د ھغوي د ملګرو په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل جے يو آئي او د پاكستان قام د ايران قام سره په دې غم كښې برابر شريك دے۔