اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي شوي جمو وكشمير كښې پاكستاني نژاد مېرمنو غوښتنه كړې ده چې هغوي ته دې د مقبوضه سيمې بشپړه شهريت او يا پاكستان ته د بېرته تللو اجازه وركړې شي۔ د كشمير ميډيا سروس لخوا په جاري شوي يو رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې څه د پاسه 370 پاكستاني مېرمنو له كشميري سړيو سره ودونه كړي او د كشمير په وادۍ كښې استوګنه لري٬ د دوئي ودونه هغه كشميري سړو سره شوي وو كوم چې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د ظلمونو په نتيجه كښې آزاد كشمير ته داخل شوې وو خو په كال 2010 كښې د عمر عبد الله حكومت لخوا د اعلان كړې شوې بحالۍ پالېسۍ ترسېوري لاندې سره د مېرمنو او كوچنيانو يو وارې بيا مقبوضه وادۍ ته تلې وو۔ رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې څه د پاسه 370 مېرمنې پاكستان او خپلو مينه والو پلو تللو ته لېواله دي خو هندي حكومت دوئي ته خپل سفري دستاوېزات نه وركوي او هغوي د مودي حكومت د ناروا رويې د لاسه سختو ستونزو سره مخ دي۔ رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د دې مېرمنو اوس كوم شناخت هم پاتې نه دې او بله دا چې دوئي كوم سم كارډ هم نه لري چې خپلو مينه والو سره تماس ونيولې شي۔ ددې مېرمنو وېنا ده چې د هندي حكومت لخوا د بحالۍ په نامه دوئي سره دھوكه شوې ده۔ دوئي پاكستان ته بېرته راتللو له پرله پسې احتجاج كوي خو څوك د دوئي فرياد اورېدونكې نشته۔ رپورټ كښې د بشري حقونو كارمندانو حواله وركولو سره وئيلي شوي دي چې د دې مېرمنو معامله دې په بشري بنيادونو پورته كړی شي
په غېر قانوني توګه د هند قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې ايسارې كړې شوې پاكستانۍ مېرمنې سختو ستونزو سره مخ دي ٬ د شهريت يا پاكستان ته د بېرته لېږلو غوښتنه
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais