اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي چې د موسمياتي بدلون له امله پاكستان سختو بارانونو او سېلاب سره مخ دې٬پاكستان د ګلوبل وارمنګ څخه نيغ په نيغه ځپلې كېږي٬په ټول هېواد كښې په بېلا بېلو سيمو كښې د سېلاب په نتيجه كښې په لويه پېمانه قيمتي ځاني زيان شوې٬لائيو سټاك او فصلونو ته هم سخت زيان رسېدلې۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې د پاكستان حكومت او ملګرو مل??ون?? د شريك پاكستان فلډ ريسپانس پلان 2022 په پ??ل كېدو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔د پاكستان د مرستې په لړ كښې د ملګرو مل??ون?? سېكرټري جنرل ان??ون??و ګوتريس خاص پېغام هم خپور كړی شو۔په دستوره كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان٬د ملګرو مل??ون?? ري??يډ??ټ كوآرډينېټر٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز او نورو مهمو شخصياتو هم ګډون وكړو۔خارجه وزير ووئيل چې سږ كال د مون سون غېر معمولي باران??نه شوي دي٬د موسمياتي بدلون له امله سږ كال په پاكستان كښې هيټ ويو هم ټول رېكارډ??نه مات كړي۔ده ووئيل چې د بارانونو په نتيجه كښې د هېواد په 72 ضلعو كښې درې كروړه خلك د سېلاب صورتحال سره مخ دي۔د سېلاب ځپليو پاكو اوبو او د خوراك څيزونو ته رسنه مشكله شوې۔خارجه وزير ووئيل چې د بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې معيشت ته لويې زيان رسېدلې۔د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د لارې د ځپليو مرسته كولې شي۔٬پاكستان خيمو او د ماشو جالونو ته په سمدستي توګه ضرورت لري۔خارجه وزير ووئيل چې پاكستان د ګلوبل وارمنګ په نتيجه كښې نيغ په نيغه ځپلې كېږي٬پاكستان د نړيوالې ټولنې مرستې ته په سمدستي توګه ضرورت لري۔په سېلاب ځپليو سيمو كښې د بحالۍ او بيا رغونې ضرورت دې۔ده ووئيل چې د سېلاب ځپليو په مرسته د دوست هېوادونو او نړيوالې ټولنې مننه كوو٬د پاكستان حكومت او اولس ځپليو سره ولاړ دے۔ده ووئيل چې مونږ د نړيوالې ټولنې فوري م??ستې ته ضرورت لرو۔په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره به د لس ارب ډالرو نه زيات پكار وي۔د سختو بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې د پومبې 50 فيصده فصل ځپلې شوې۔ده ووئيل چې د مون سون نه تراوسه د 1100 نه زيات كسان په حق رسېدلې دي٬د سېلاب په وجه د پاكستان فوډ سېكورټي ته سخت چېلنج??نه ورپېښ دي۔ده ووئيل چې د ملګرو مل??ون?? د كوآرډينېټر لخوا پاكستان لپاره د مرستې هڅې د ستائنې وړ دي٬هيله ده نړيواله ټولنه به د پاكستان مرستې لپاره وړاندې راشي۔د ملګرو مل??ون?? سېكرټري جنرل په وېډيو پېغام كښې ووئيل چې پاكستان سېلاب ځپليو لپاره مرستې ته اړتيا لري۔ده ووئيل چې ملګرو مل??ون?? پاكستان لپاره د 160 ملين ډالرو د مرستې خواست كړې۔ده ووئيل چې ګرين هاؤس ګيس د نړيوالې تودوخې سبب جوړېږي۔ده ووئيل چې د كډوالو كوربتوب كونكي هېواد ته په ورپیښو ستونزو خفه شوي يو۔دستورې ت په پاكستان كښې د ملګرو مل??ون?? ري??يډ??ټ كوآرډينېټر جوليان هارنيس هم وېنا وكړه او وې وئېل چې ده د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې۔په پاكستان كښې سېلاب د لاكهونو په شمېر خلك ځپلي۔په پاكستان كښې د سېلاب تباهي د تصور نه زياته ده۔دستورې ته د اېن ډي اېم اے چيئرمېن هم وېنا وكړه او وې وئېل چې په سېلاب كښې د لس لكو نه زيات كور??نه ځپلې شوي او 20 لكه ايكړه زمكه او د درې كروړه نه زيات خلك ځپلې شوي دي۔له بلې خوا په جنيوا كښې هم يوه داسې دستوره كولې شي د پاكستان حكومت او ملګرو مل??ون?? په هېواد كښې د سېلاب تباهي په نظر كښې نيولو سره د ملګرو مل??ون?? غړو هېوادونو ته د مرستې خواست كړې
د موسمياتي بدلون له امله پاكستان سختو بارانونو او سېلاب سره مخ دې٬پاكستان د ګلوبل وارمنګ څخه نيغ په نيغه ځپلې كېږي۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او نورو د پاكستان او ملګرو ملتونو د شريك پاكستان فلډ ريسپانس پلان 2022 په پیل كېدو دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ