اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) داخله وزير رانا ثنا الله خان د اعظم سواتي تورونه مسترد كولو سره وئيلې دي اېف ??ئي اے د اعظم سواتي په ضد د عدليه د سپكاوي او د پاك پوځ سرلښكر د مداخلت په ټويټ سمه مقدمه درج كړې٬ ټولې قانوني تقاضې ترسره كولو نه پس ھغه ګرفتار كړے شوے، د جسماني ريمانډ په مهال اېف ??ئي اے سره ٶ٬ د حراست په مهال د عزت او احترام خيال ساتلے شوے٬ عمران خان د لاهور نه چې كوم سفر پېل كړے دا لانګ مارچ نه دے؟ مونږ د ترهګرو لخوا لانګ مارچ څخه د ګټې پورته كولو رپورټس لري٬ عمران خان كه اولس سره ك??ي لوظونه ترسره كوي نو بيا خو به هېڅ نه كېږي٬ رېډزون زمونږ رېډلائن دے۔ د جمعې په ورځ پي ??ئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې رانا ثنا الله خان ووئيل اعظم سواتي پرېس كنفرنس كړے او تور ئې لګولے چې اېف ??ئي اے ګرفتار كړے ووم او بل چا ته ئې وسپارلم٬ بل چا تشدد كړے٬ د بل چا خبره به وروستو راځي٬ كه اېف ??ئي اے مقدمه درج كړي او ګرفتارۍ لپاره چهاپې اوهي او ملزم بل چا ته حواله ك??ي نو بيا داخله وزارت ذمه وار دے۔ ده ووئيل د دې معاملې مې انكوائري كړې وه٬ ما ته كوم درخواست يا شكايت نه دے راغلے ٬ نن چې كله دا معامله په بله لاره روانه شوې نو د اېف ??ئي اے چهاپه مارې ډلې مشر اېډيشنل ډاېرېكټر مې راوغوښت او تفصيل مې ترې واغست، دغسې د سائبر كرائم څانګې ډائرېكټر وقار الدين سيد هم طلب كړے شوے۔ ده ووئيل د عمرانيې فتنې كردارونو دا هېواد فتنو او فساد سره مخ كړے٬ په هېواد كښې اړے ګړے وده مومي او قام ګمراه كولو لپاره هېواد دښمنه اېجنډا خپله ك??ې شوې او دې لپاره مختلف لائحه اختيار كړې شوې۔ ده ووئيل په تېرو څو ورځو كښې تحريك انصاف د اداور مشران هدف ګرځولي، داسې خبرې د آئين٬ قانون او اخلاقيات په زمره ك??ې هم نه راځي٬ ھغه سره نه د خپل عزت غم شته او نه د ادارو د عزت خيال ساتي۔ ده ووئيل يو اړخيزه دروغ پرله پسې وئيلي كېږي٬ رښتياﺀ له د دروغو په مقابل كښې وروستو پاتې كېدل نه دي پكار ٬ خلق دومره شعور لري چې رښتيا او دروغ پېژني۔ ده ووئيل اوس به د فتنه ډلې د دروغو په مقابل كښې رښتيا وړاندې كولې شي او دوي به تر كوره رسوو۔ ده ووئيل اعظم سواتي په يو فورم د زياتي درخواست نه دے وركړے او نه ئې په عدالت كښې پېټيشن كړے۔ ده ووئيل تورونه لګولے كېږي چې په ما تشدد شوے خو يو عدالت ته درخواست نه كوي او نه د تشدد ميډيكل رپورټ لري، يواځې پروپېګنډه كوي٬ دې دړكو څخه د تحقيقات يا د تفتيش عمل نشي بندېدے۔ ده ووئيل تحريك انصاف ما د خپلې لارې خنډ ګڼي٬ هغوي ناوړه لائحه لري٬ د پي ټي ??ئي د پروپېګنډې به په هر كچه ځواب وركولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ما خو عمران خان سره هېڅ نه دي كړي معلومه نه ده چې په ما به كوم تور ولګوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عمران خان د لاهور نه چې كوم سفر پېل كړے دا لانګ مارچ نه دے؟ ٬ عمران خان خپلو لفظونو كښې پخپله ګېر شوے٬ ده ووئېل څنګه چې ئې لانګ مارچ پېل كړے او اولس سره ئې چې كوم لوظ كړے چې مونږ به د عدالت ټاكلو ځايونو ته ځو٬ رېډزون ته به نه داخلېږو٬ په دغه ځايونو كښې به احتجاج كوٶ٬ د ھغې له مخې مونږ وركنګ كوٶ٬ ده ووئېل كه اولس سره شوے لوظ سم وي نو بيا به هېڅ نه كېږي خو رېډزون زمونږ رېډ لائن دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د وفاقي حكومت دا فرض دے چې په ادارو او ادارو كښې د كار كوٶنكو دفاع وكړي، مونږ هڅې كړي چې خپله ذمه وارۍ تر سره ك??و۔ ده ووئيل په حكومتي كچه دا پرېكړه شوې چې د ادارو دفاع به حكومت كوي٬ خو چې په چا تور ولګي نو ھغه به خپل سپناوے كوي۔ ده ووئيل د اېنكر غلام حسېن د ګرفتارۍ نه خبر نه يم٬ دا معامله به ګورم كه ګرفتار وي نو د قانون له مخې به ھغه سره سلوك كېږي۔ ده ووئيل د ارشد شريف په پېښه ك??ې به د خرم احمد او وقار احمد د عمل دخل په باريك بينۍ سره جاج اخستے سي٬ سوال دا دے چې د ارشد شريف د پېښې اطلاع د كورنۍ په ځائ د ميډيا هاٶس مشر ته ولې وركړې شوه۔ ده ووئيل زمونږ كمېټي كينيا ته رسېدونكې ده او ډېر زر به خپل تحقيقات پېل كري۔ رانا ثناء الله خان ووئيل پرون د ??ئي اېس پي آر ډي جي او د ??ئي اېس ??ئي ډي جي پرېس كنفرنس څخه د عامو وګړو تسلي شوې ۔ ده ووئيل ما سره رپورټس شته چې ترهګر د لانګ مارچ څخه ګټه پورته كولې شي۔ د اېف ??ئي اے اېډيشنل ډائريکټر محمد اياز ووئيل ټولې ضابطې ترسره كول او وارنټ٬ پوليس٬ مجسټرېټ ا?? لېډي پوليس سره مو اعظم سواتي نيولې٬ د ګرفتارۍ په مهال مو درې ځله د اعظم سواتي ميډيكل كړے
عمران خان چې د لاهور نه كوم سفر پېل كړے دا لانګ مارچ نه دے؟ مونږ د ترهګرو لخوا لانګ مارچ څخه د ګټې پورته كولو رپورټس لرو ٬ رېډزون زمونږ رېډلائن دے٬ د اعظم سواتي تورونه مسترد كوٶ۔ رانا ثنا الله خان
Baccarat Control Squeeze Game Cards Official Game
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر