اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د سي پېك دوېم پړاٶ له مخې خاص اقتصادي زونز څخه به د پاكستان صنعتي پرمختګ لا زيات شي او د پاكستان د ټرانسپورټ څانګې٬ انفراسټرکچر او د توان ودې له به هم مرسته ترلاسه شي، سي پېك پاكستان سره د نړيوال معيار روډ نېټ ورك جوړولو له مرسته كړې چې ورسره به نه يواځې كورنۍ رابطې بهترې شي بلكې د منطقې نورو هېوادونو سره به هم د نزدې روابطو زياتولو له مرسته لاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د “پاك چين اقتصادي راهدارۍ” په سرخط درېم ګول مېز كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د سي پېك له مخې جوړو كړو پنځو خاص اقتصادي زونز كښې به جديد ترين انفراسټركچر وي او د پاكستان حكومت به په خاص اقتصادي زونز كښې صنعت لګولو ??پا??ه ټول ضروري سهولتونه وركوي۔ صدر په ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو زور روارو چې ھغوي دې په هېواد كښې كاروباري آسانيو او سرمايه كار دوسته پاليسو د لارې د وړاندې كړې موقعو څخه استفاده وكړي۔ په كنفرنس كښې پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د پاكستان آبزرور چيف ايډيټر فېصل زاهد ملك هم وېنا وكړه۔ په كنفرنس كښې غېر ملكي سفيرانو٬ د ميډيا او د سوداګرو ورورولۍ نوميالو شخصياتو هم ګډون كولو۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل ګوادر بندرګاه به د افغانستان او مېنځنۍ آسياء هېوادنو سره تجارت ??پا??ه يوه مثالي سمندري لاره وي۔ ده په افغانستان كښې د امن په اړتيا هم زور رواړو كوم چې به منطقې او ګاونډيانو هېوادونو ??پا??ه تجارتي او د اقتصادي موقعو لاره هواروي۔ صدر په دې خبر زور رواړو چې حكومت د ځ??انانو مهارت ??پا??ه په خاص توګه د آئي ټي په څانګه كښې پرمختګ ??پا??ه يو جامع پروګرام معرفي كړے چې مقصد ئې ځائي صنعت او د افرادي قوت برآمدي منډۍ ته هنرمند افرادي قوت وركول دي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پاکستان او چين ترمېنځه به د آئي ټي په څانګه كښې مرسته لا زياته شي٬ صدر د ګول مېز کنفرنس په كوربتوب كولو د “پاکستان آبزرور” د انتظاميې ستائنه وكړه٬ ده ووئېل دا اقدام به په پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ د ودې هلو ځلو بشپړتيا ??پا??ه مهم ثابت شي۔ په دې موقع د چين سفير هم وېنا وكړه
د سي پېك له مخې خاص اقتصادي زونز څخه به د پاكستان صنعتي پرمختګ لا زيات شي٬ د صدر ډاکټر عارف علوي ګول مېز کنفرنس ته وېنا
Vegas Ball Bonanza Official Game
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ