اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ګوادر فري زون كښې د سرمايه كارۍ كوونكو كمپنو مسئلو حل كولو لپاره كمېټي جوړه كړې او هدايت يې كړے چې په هېواد كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ په لار كښې پراته ټول خنډان په سمدستي توګه لرې كړئ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا په جاري ش??ي بيان كښې وئېلي ش??ي وزيراعظم شهباز شريف دا خبرې په خپله مشرۍ كښې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ په اړه د لوړې پاې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مفتاح اسماعيل٬چوهدري سالك حسېن٬خاص مرستيالانو طارق فاطمي٬ظفرالدين محمود او اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې وزيراعظم كمېټۍ ته په لسو ورځو كښې دننه د تفصيلي رپورټ او سفارشات د وړاندې كولو هدايت وكړو۔وزيراعظم ووئيل د چين سرمايه كار كمپنو ته دې په ترجيحي بنيادونو آسانې وركړې شي۔د چينائي كاركنانو د ويزې مسئلې دې حل كړی شي۔وزيراعظم ته د توان٬انفراسټركچر٬رېلوے٬پورټ انفراسټركچر او په نورو پروژو كښې د لس اربه ډالرو په سرمايه كارۍ كښې د خوښي لرونكو كمپنو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل ش??ل په وړومبي پړاؤ كښې په سمدستي توګه د يو نه تر دوه ارب ډالره د سرمايه كارۍ هيله ده۔د دې نه علاوه دې پروژو سره به نه ??وا??ې د روزګار 45 زره نه زياتې موقعې راپیدا شي بلكې د كاروبار آسانيو په اړه به په انډېكس كښې بهتري هم راشي۔وزيراعظم د دې پروژو په اړه د سرمايه كارۍ بورډ٬د منصوبه بندۍ وزارت او د خزانې وزارت ته په شريكه مرسته د يو جامع پلان جوړولو امر هم وكړو۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬په ګوادر فري زون كښې د سرمايه كارۍ كوونكو كمپنو مسئلو حل كولو لپاره كمېټي جوړه كړې شوه
Blackjack Diamond VIP Reputation Platform
APP01-150822
ISLAMABAD: August 15 – Prime Minister Shehbaz Sharif chairs a meeting on Strengthening Investment in Pakistan. APP
مضمون کا ماخذ : رومن دولت