एएफबी इलेक्ट्रॉनिक्स आधिकारिक मनोरंजन एपीपी
اسلام آب??د۔25دسمبر(اے پی پی) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په سوئيلي وزيرستان کښې د 13 خوارجیانو په وژلو امنیتي ځواکونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د پاکستان مېړنو امنیتي ځواکونو په وخت كارروائي كولو سره د عملياتو لارې خوارج ترهګر په خپلو ناپاكه ارادو كښې ناكامه كړل۔ د شورو په ورځ په خپور شوي خپل بيان كښې هغه وویل چې ملت په خپلو زړورو امنیتي ځواکونو وياړ لري كومو چې د خوارج?? ترهګرو په ضد د پام وړ بریاو?? ترلاسه کړې دي۔ ده وويل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ يوو او ملت د دوئي كاميابو ته د احترام په نظر ګوري۔ محسن نقوي په ټینګار سره وویل که پاك پروردګار ته منظور وي د اولس په مرسته به د ترهګرۍ نوغې وباسؤ۔
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ