اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءالله تارړ وئيلي د خېبر پښتون??وا وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور د ګولۍ چلولو او مړو كولو بيان د هغه د ناكامۍ اعتراف دے ٬ هغه د خېبر پښتون??وا حكومت چلولو قابل نه دے،په اسلام آباد او پنجاب د لشكر كشۍ دهړكې د 9 مئي بيا كولو اعلان دے۔ د خېبر پښتون??وا وزيراعليٰ د ګولۍ چلولو په بيان د اتوار په ورح په خپل ردعمل كښې وفاقي وزير ووئيل خېبر پښتون??وا وزيراعليٰ د سپكو تورو څخه اوس د ګولو په چلولو را??لے ، دې سره هغه خپل زيان كوي،د كوم بل چا نه۔ پي ټي آئي صوبائي حكومت كوم هم بيان ، كوم هم اقدام او كومه هم رويه جمهوري، سياسي او پارليماني نه ده۔ده ووئيل چرې ئې هم دا نه دي وئيلي چې مونږ به د تعليم، صحت، روزګار، معاشي ښه والي په ميدانونو كښې مقابله كوو۔ وفاقي وزير ووئيل انقلاب كه راوستل وي نو د صحت، تعليم او اولسي ښېګرې منصوبو كښې دې راولي ، كے پي كښې د كرپشن او نا اهلۍ انتها ده، اصل مقابله دا وه چې وفاق او پنجاب په شان د برېښنا صارفينو له د خېبرپښتون??وا حكومت په خپله صوبه كښې څه ريليف وركړې ؤ، اصل مقابله دا وه چې روغتونونو ، سكولونو جوړولو سره ئې د اولس د خذمت څه ريكارډ جوړ كړې ؤ۔ده ووئيل صدر شي جن پنګ دوره په دھرنو ناكامه كونكې اوس د اېس سي او غونډي په موقع بيا فساد كول غواړي۔ عطاءالله تارړ ووئيل پاكستان ډيفالټ ته رسولو سره پي ټي آئي ته تكليف دے چې پاكستان معاشي بحالۍ په لاره ولي ر??ان دے، اوس د زياتي ګرانۍ سره مخ كونكو ته تكليف دے چې ولي ګراني د 32 فيصده څخه 9.6 فيصد ته راغلي۔ده ووئيل سپكو تورو ، ګولۍ او ټوپك سره ګراني نه كميږي نه بے روزګاري، 11 كلونو راهسې خېبر پښتون??وا كښې د پي ټي آئي لوت م ار ر??ان دے۔ ده ووئيل وزيراعظم شهبازشريف د فلسطينيانو حمايت كړې او اسرائيل له ئې ځواب وركړې، پاكستان كښې د اسرائيل ايجنټانو ته په دې تكليف رسيدلې۔
د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د ګولۍ چلولو او مړو كولو بيان د هغه د ناكامۍ اعتراف دے ٬ هغه د خېبر پښتونخوا حكومت چلولو قابل نه دے،په اسلام آباد او پنجاب د لشكر كشۍ دهړكې د 9 مئي بيا كولو اعلان دے۔عطاءالله تارړ
CMD sports credibility entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی