اسلام آباد۔22اپرېل(اے پی پی) پاکستان آئي ایم ایف څخه نوے پور اغستل غواړي٬ د خصوصي سرمایه کاری سهولت کونسل د لارې بهرنيو هيوادونو څخه سرمايه كارۍ ته وده وركولې شي٬ روپۍ اوس مستحكمه ده او هيله ده چې د راروان ??ال تر پايې به ګراني سنګل ډيجټ ته راشي ، مېکرو اکنامک عوامل د پاكستان ??ه حق كښې بدلېږي ولې چې پاكستان خپل معيشت ته وده وركولو له كار كوي۔ دا خبره ده د م??حدہ عرب امارات انګلېسي ورځپاڼې ’’دی نېشنل نیوز ‘‘ ته په واشنګټن كښې وركړې مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستان ??ړيوال مالياتي فنډ څخه د نوي قرض اغستو په لاره روان دے٬ د پاكستان ??رنسي مستحكم شوې او هيله ده چې د راروان ??ال تر پايې به ګراني سنګل ډيجټ ته راشي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف په يو لوي او د اوږدې مود?? په پروګرام غور كولو كښې خوښي لرلې۔ ده ووئيل د قرض د حتمي تفصيلات تعين به هغه وخت كولې شي كله چې د آئي اېم اېف مشن راروانه مياشت د اسلام آباد دوره وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان 230 ملین آبادۍ كښې نزد?? په درې كښې دوه برخې آبادي 30 كالو څخه د كم عمر ده٬ د هېواد م??يشت زياتو مسئلو سره مخ دے خو موجوده حكومت راتللو سره د هېواد م??يشت په غوره لاره روانولو له يوه تګلاره وضعه كړې ۔ ده ووئيل په كال 2022 كښې د موسمياتي بدلون په نتيجه كښې د راغلې سېلاب د لاسه نزدې د 30 اربه ډالرو نه ترسره كېدونكې زيان ??شو۔ ده ووئيل د ټېكس او توان ??ه شمول په بېلو څانګو كښې اصلاحاتي ايجنډا مخ په وړاندې روانولو له پاكستان ??ږ تر لږه درې كاله مودې ته اړتيا لري٬ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړي پېسې كورونو ته لېږي٬ نزدې 10 لكه پاكستانيان ??ه متحده عرب امارات كښې دي۔ ده ووئيل نړيوال بېنك د روان ??ال په دسمبر مياشت كښ?? په ترسيلات زر كښې د 10 فيصده كمۍ پېشنګوئي كړې ده ووئيل بهر هېوادونو څخه په ادائيګو كښې زياتوالې كيږي او هيله ده چې د روان ??الي كال په مهال دا تر 29 بلين ډالرو ورسي۔ ده ووئيل د ترسيلات زر راتللو سره به پاكستان ته د خپلې روپۍ مستحكم كولو له ??رس??ه ترلاسه شي د كومې قدر چې د كورونا وائرس نړيوالې وبا څخه وروستو د ډالر په مقابل كښې تر 40 فيصده كم شوے ۔ اوس روپۍ مستحكمه كيږي او د دې لا مستحكمولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان تېره اوونۍ د پاكستان دوره وكړه چې مقصد يۍ سعودي سرمايه كاري زياتول وو۔ د چين په اړه ده ووئيل د چین پاکستان اقتصادي راھدارۍ (سی پېک) دلار?? په پاكستان ??ښې زياته سرمايه كاري شوې ٬ پاكستان ??ه خصوصي اقتصادي زونز كښې د برآمدات زياتولو په شمول منصوبو ته حتمي شكل وركړے۔ ده ووئيل هيله لرؤ چې د دې منصوب?? په دويم پړاؤ به پېشرفت اوشي دغسې ??ې مونږ د سی پیک ریونیو پیدا كونكې برخې سره مخ په وړاندې لاړ شؤ۔
پاکستان آئي ایم ایف څخه نور پور اغستل غواړي٬ د خصوصی سرمایه کاری سهولت کونسل د لارې بهرنيو هيوادونو څخه سرمايه كارۍ ته وده وركولې شي ٬ د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزیب ’’دی نيشنل نیوز‘‘ سره مركه
Carnival Party Frenzy Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد