اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ ??ونډه د شورؤ په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د پي اېس سي چيئرمېن نو?? عالم خان په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د كمېټۍ ??ړو په شمول د اړوندو سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود په غونډه كښې په خوصي توګه ګډون وكړو۔ په دې موقعه د ده او د پي اے سي چيئرمېن ترمينځه خوندوره مكالمه وشوه۔ نو?? عالم ووئيل څنګه دې پېښه وكړه؟ طلحه محمود ووئيل ستا احتسباب له راغلے يم۔ نن سبا د خپل مېنډېټ نه لرې كار كوے٬ د آډټ اعتراضونو په ځايې په نورو چارو بحث كوے۔ نو?? عالم ووئيل پي اے سي په كوم پبلك پټيشن هم نوټس اخستې شي۔ نورعالم خان ووئيل مونږ ذاتي ګټو له كار نه كوؤ۔ چرته هم چې د اولس پېسه ضائع كېږي پي اے سي به متحرك كېږي۔ پی اے سی د درې اربه ډالرو قرضې په معامله اېف آئي اے او نېب ته په تېر دور كښې د درې اربه ډالرو د آسانو قسطونو د اجراﺀ په معامله د مشتركه انكوائرۍ هدايت ??كړو او اېف آئي اے ٬ نېب او آډيټر جنرل په 15 ورځو كښې د انكوائرۍ بشپړ كولو هدايت ??كړو۔ پی اے سی د اېف سي اهلكارو په تنخاګانو كښې د اضافې سفارش كولو سره ووئيل د قانون نافذ كوؤنكو نورو اهلكارو تنخاګانو كښې دې هم اضافه وكړې شي۔ پي اے سي ووئيل وزیراعظم، د دفاع سېكتر ٬ د كورنيو چارو سېكتر او د خزانې وزارت ته خواست دے چې هغه دې د اهلكارو تنخاګانې زياتې كړي۔
د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ كښې غونډه ٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود خصوصي ګډون
Love spinning wheel online entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena