انقرہ۔2جون(اے پی پی)وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې پاکستان کښې بهرنۍ سرمايه کارۍ ته وده ورکول د حکومت په ترجيحاتو کښې دي ٬ حكومت په هېواد كښې د سرمايه كارۍ په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو سره د روزګار موقعې او د صنعتونو جوړېدل باوري كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ستاش ګروپ بورډ صدر محمرم يمز په مشرۍ كښې ملاقات كوؤنكي پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل حكومت د تېرو څلورو كلونو په مهال د سرمايه كارو په لاره كښې د رامخې ته كړې شويو ركاوټونو مخنيوې كوي۔ ده ووئيل حكومت په هېواد كښې د روزګار موقعې او صنعتونو جوړول باوري كوي۔ په ملاقات كښې د ستاش ګروپ تركي لخوا پاكستان كښې ډېري سېكټر كښې سرمايه كارۍ كښې ژوره خوښي ښكاره كړې شوه۔ وزيراعظم اړوندو پاكستاني چارواكو ته ستاش ګروپ سره د بشپړه مرستې جارې ساتلو هدايات جاري كړل
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا