اسلام آباد۔31مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيالې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د وزيراعظم يوتھ پروګرام لاندې صلاحيت لرونكو زده كوؤنكو ته به كه پاك پروردګار ته منظور وي د روان كال په مهال 100 زره لېپ ټاپ په مېرټ وركولې شي٬ دې لپاره د آن لائن رجسټرېشن عمل روان دے٬ په راروان بجټ كښې كاروباري او د كركيلې پورونو له به 100 اربه روپۍ بېلولې شي٬ د روان كال په مهال انووېشن ايوارډ لپاره 3 زره خواستونه ترلاسه شوي ٬ بوټ کیمپس لپاره ټاكلې شويو 500 كوچنيانو كښې به 100 ته نېشنل انووېشن ایوارډ وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورؤ په ورځ اے پي پي سره خصوصي مركه كښې وكړه۔ دې ووئيل د وزيراعظم يوتھ پروګرام پېل د كال 2013 مارچ مياشتې په 13 نېټه د مسلم ليګ نون حكومت كړے وو۔ د وزيراعظم شهباز شريف موجوده حكومت كښې دا پروګرام لا پياوړې كړے شوے دے۔ دې ووئيل لېپ ټاپ سكيم تېرو 4 كلونو څخه بند پاتے كړے شو كوم چې يو وارې بيا پېل كړے شوے دے۔ دې ووئيل شهبازشریف په كال 2013 كښې د دې سكيم اجرا كړې وه يوازې وفاق كښې كال 2013 څخه تر كال 2018 زده كوؤنكو ته 5 لكه لېپ ټاپ وركړې شوې وو۔ دې ووئيل د لېپ ټاپ د لارې ځوانانو د روزګار او زده كړو فعاليتونه روان وساتل۔ دې ووئيل د روان كال په مهال به د زده كړو ادارو 100 زره صلاحيت لرونكو ځوانانو ته لېپ ټاپ وركولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د راروان مالي كال په مهال به د لېپ ټاپ سكيم دائره كار پراخا كولې شي۔ دې ووئيل ځوانانو ته د لېپ ټاپ وركولو سره سره دوئي ته په آسانو شرطونو د قرضو وركولو تجويز هم دے۔ د وزیراعظم هنر مند پروګرام لاندې په بېلو څانګو كښې 70 فیصد هائی ټېک سکلز او د 30 فیصده روایتی مهارتونو تربيه وركولو هڅې كولې شي۔ مونږ له به نصاب او اداره جاتي صلاحيتونه لا پياوړې كول وي۔ دې ووئيل د تېرو 5 كلونو په مهال زمونږ سياسي مشرتابه څخه سياسي بدل واخستے شو۔ د دې اثرات د ځوانانو په ذهني صحت ٬ وده او كردار مرتب شول۔ دې ووئيل اوس ځوانان د يوتھ پروګرام لاندې د انګېجمنټ د لارې مثبت فعاليتونو پلو راغب كولې شي۔ دې ووئيل په نیشنل یوتھ کونسل كښې بېلو څانګو كښې په زړه پورې صلاحيت لرونكي 33 ځوانان شامل كړې شوي دي۔ د دې كونسل د لارې به د ځوانو مسئلو څخه خبرېدو او د دې په حل كولو كښې مرسته ترلاسه كېږي۔ دې ووئيل په ګرد هېواد كښې صحي فعاليتونو ته وده وركولو له د هاكۍ او والي بال ټرائلز وكړې شول په كومو كښې چې د زرګونو په شمېر كوچنيانو برخه واخسته۔ اوس په صوبائي كچه دا مقابلې روانې دي۔ د روانې مياشتې په مهال به د فټ بال ټرائلز پېل شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د وزیراعظم یوتھ بزنس او زرعی لون سکیم مقصد په هېواد كښې كاروبار او كركيلې ته وده وركول دي۔ د پاکستان په څیر په یو زرعي هیواد کښې معيشت د ملاتير حېثيت لري۔ تیر کال د پاکستان یو په درېمه برخه سیمه سیلابونو اغیزمنه کړې وه۔ په دغو سیمو کښې د کرنې په برخه کښې د وړو كرونده ګرو او ځوانانو مرستې له د زرعي پورونو ورکول پیل شوي۔د دې سکیم پرانسته وزیراعظم شهباز شریف د جنورۍ په 24 مه نېټه وكره۔ تر دې دمه د 22 اربه روپو قرضې ورکړې شوي دي د جون تر 30 پورې به د 30 اربه روپو قرضې ورکولو هدف ترلاسه شي۔ ده ووئيل په تېرو 10 كلونو كښې 74 اربه روپۍ قرضې وركړې شوې ولې د فرورۍ له 24مې نېټې وروستو د 5 مياشتو په مهال ځوانانو ته د 30 اربه روپو قرضې په آسانو شرطونو وركولې شي۔ دې ووئيل په راروان بجټ كښې وزیراعظم یوتھ بزنس و زرعی لونز سکیم لپاره د 100 اربه روپو اېښودلو تجويز دے۔ په دې كښې به 50 اربه روپۍ كاروباري او 50 اربه د كركيلې مقصدونو ترسره كولو له وركولې شي۔ دې ووئيل د روان كال انووېشن ايوارډ لپاره د 3 زره كوچنيانو خواستونه ترلاسه شوي دي۔ په دې كښې 500 كوچنيان بوټ كېمپس لپاره ټاكلې شوي دي په كومو كښی به چې 100 كوچنيانو ته نېشنل انووېشن ایوارډ وركولې شي۔ ټاپ 20 ځوانانو ته به 10 لكه روپۍ او پاتې ته به 5 ٬ 5 لكه روپۍ ګرانټ وركولې شي۔ د راروان كال په مهال به هم دا پروګرام روان ساتلې شي۔ دې ووئيل وزیراعظم یوتھ پروګرام كښې مېرمنو لپاره كوټه بېله كړې شوې ده۔ د مېرمنو د شموليت نه غېر د هېواد پرمختګ ممكن نه دے۔ دې ووئيل په بېلو پروګرامونو كښې د مېرمنو ،معذور وګړو ،اقلیتونو او نرښځيانو شموليت باوري كولو له هڅې كوؤ۔ دې په ځوانانو زور راوړو چې هغوي دې په صحي فعاليتونو كښې شامل شي٬ خپلو زده كړو٬ كردار جوړولو او د لوبو په څير مثبت فعاليتونو ته دې پام وګرځوي۔
د وزيراعظم يوتھ پروګرام لاندې زده كوؤنكو ته به د روان كال په مهال 100 زره لېپ ټاپ وركولې شي٬ په راروان بجټ كښې پورونو لپاره د 100 اربه روپو بېلولو تجويز دے٬ د ځوانانو پام مثبت فعاليتونو پلو ګرځولو له ګامونه پورته كوؤ٬ شزه فاطمه
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش