پینډي 21 مارچ (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د ازبكستان نائب خارجه وزير فرقت صديقوف د ګل په ورځ په جي اېچ كيو كښې ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬د سيمه ايز سلامتيا پشمول او په بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته خبرې وشوې۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې له مخې په دې موقع سرلښكر ووئيل چې پاكستان ازبكستان سره خپلو اړيكو ته قدر په سترګه ګوري۔د كومو بنياد چې په مذهبي تړون٬شريكو اقدار٬جيو سټريټجك اهميت٬شريكه ګټه او د زياتېدونكې اقتصادي او دفاعي مرستې د امكاناتو په بنا دې۔دواړو په منطقه كښې امن او سلامتيا لپاره د هڅو پشمول د دوه اړخيزه اړيكو د لا پراخا كولو خواهش څرګند كړو۔معزز مېلما په سيمه ايز استحكام كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه او پاكستان سره يې په هره كچه په سفارتي اړيكو كښې لا بهترۍ لپاره د خپل كردار ترسره كولو د عزم څرګندونه وكړه۔ده د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل د 48مې غونډې په كوربتوب كولو د پاكستان هڅې په خاص توګه وستائېلې۔
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د ازبكستان نائب خارجه وزير فرقت صديقوف وليدل
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania