اسلام آباد۔15مارچ(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي د پاكستان پرمختګ ٬ سوكالي او استحكام د پارليماني نظام تسلسل او مالياتي نظم ونسق سره تعلق لري٬ سېنېټ آف پاكستان د وفاق علامت او په ټولو برخو كښې يووالي له ښكاره كردار ترسره كونكے دے٬ د سېنېټ ګولډن جوبلي په موقع به مونږ له بصيرت لرونكې لارښود او د قانون كارپوهه هم ياد ساتل وي كومو چې هېواد ته د كال 1973 آئين وركړے او په دې كښې يۍ ټولو صوبو ته يو ډول نمائندګي وركړې۔ د شورؤ په ورځ د سېنېټ ګولډن جوبلي دستورو په لړ كښې غونډې ته خپل خطاب كښې د خزانې وزير ووئيل د سېنېټ د 50 كلنې ګولډن جوبلي دستورو په موقع د خيالاتو څرګندونه كول ما لپاره يو درناوے دے زه د دې په زړه پورې دستورې په كولو د سېنېټ چيئرمېن او د هغه ډلې له مباركي وركوم۔ د سېنېټ د كاميابو ذكر كولو سره مونږ له به د دې ادارې قوي تاريخ او هيلو ته پام ګرځول وي۔ وفاقي وزير ووئيل دا هاؤس د وفاق پاكستان مستحكمولو كښې ښكاره كردار لري۔ ده ووئيل مونږ له به د سېنېټ د ګولډن جوبلي په موقع مساوات ٬ اجتماعيت ٬ صوبائي خپلواكۍ او په هېواد كښې د پارليماني جمهوريت استحكام له د خپل عزم پخلے كول وي۔ ده ووئيل د وفاقيت په ځايې ساتلو او د دواړو ايوانونو ترمينځه د طاقت توازن لپاره د سېنېټ كردار ډېر مهم دے۔ دا د صوبو ترمينځه د شخړو هواري لپاره يوه مهمه اداره ده۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن لخوا د خزانې وزير ته خصوصي شيلډ وركړے شو۔
د پاكستان پرمختګ ٬ سوكالي او استحكام د پارليماني نظام تسلسل او مالياتي نظم ونسق سره تعلق لري٬ سېنېټر اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ