حب 21 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خ??ن د سي پېك ترمخه د پاكستان او چين وړومبني شريك پاور پلانټ منصوبه د هېواد لپاره خوشبينه ګرځ??لو سره وئېلي دي سي پیك د پاكستان لپاره لويه موقع ده او مونږ پھ دې مخ په وړاندې روان يو٬بايد د برېښنا په پروژو كښې د ايندهن ځايې ذريعو څخه استفاده وكړو٬حك??مت په سپيځلې ډول او د ګډ ګورننس په سوب غېر ملكي كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره راغب كړي٬كاروبار كښې به لا آسانيو پیدا ك??لو له اقدامات كولې شي٬چين د كركيلې په څانګو كښې هم سرمايه كاري كول غواړي٬مونږ له به خپلو ځوانانو تربيه ورك??لو سره اثاثه جوړول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د 1320 مېګاواټ پیداواري صلاحيت چائنا حب پاور جنرېشن پلانټ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔د بلوچستان اعلٰی وزير جام كمال خان٬وفاقي وزير علي حېدر زيدي او په پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ هم په دې موقع موجود وو۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم د سي پیك ترمخه شريك چائنا حب پاور جنرېشن پلانټ پرانسته وكړه۔دستورې ته خپل خطاب ګښې وزيراعظم ووئيل حب پاور جنرېشن پلان پرانسته د خوشحالۍ خبره ده۔د سي پېك ترمخه دا وړومبۍ شريكه پروژه ده٬دا سلسله مونږ مخ په وړاندې بوتلل غواړو۔ده ووئيل د چين لويې كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كارۍ له خوښي لري٬حك??مت به په دې لړ كښې هر ډول مرسته او آسانۍ وركوي۔وزيراعظم په حبكو زور راوړو چې د دې منصوبې د ايندهن 20 فيصده تهركول څخه ترلاسه كړي۔دې سره به د هېواد زرمبادله بچت شي۔ده ووئيل تر ټ??لو لويه مسئله د كرنټ اكاؤنټ خساره ده كله چې زمونږ حك??مت راغلو نو هغه وخت 20 اربه ډالره كرنټ اكاؤنټ خساره وه۔وزيراعظم ووئيل مونږ غواړو چې د برېښنا پروژو لپاره ځايې وسائل وكارولې شي۔٬پاكست??ن د 50 زره مېګاواټ پن برېښنا پېدا ك??لو صلاحيت لري خو له بده مرغه تېر وخت كښې دې پلو پام نه دې شوې۔ده ووئيل مونږ به د ځايې ذريعو څخه برېښنا جوړوو۔وزيراعظم د كراچۍ لپاره د سمندري اوبو پاك??لو په پروژو د كار پېل ك??لو سپارښتنه وكړه دغسې چې د څښلو اوبو مسئله حل شي۔ده ووئيل د بدعنوانۍ په وجه پاكستان ته زيان رسېدلې٬ريكوډك كښې كار كونكي كمپنۍ رابطه كړې هغوي د اوسني حك??مت سپيځلتيا له مخې كار پېل كول غواړي۔ بلوجستان قدرتي وسائل لري۔ده ووئيل د 22 كلونو راهسې دا وائيم چې كرپشن تر ټ??لو لويه مسئله ده٬په تېر وخت كښې د هېواد خزانې ته زيان رسېدلې او هم له دغې له امله سرمايه كاري نه ده شوې٬ زمونږ په حك??مت كښې بهرني سرمايه كار پاكستان ته راتللو له خوښي لري۔ده ووئيل مونږ له به سپيځلې ګورننس كول وي كوم چې د سباؤن لپاره ضروري دے او د هېواد د قرض لويه وجه هم د دغې نشتوالې دے۔وزيراعظم عمران خان ووئيل راتلونكې وخت د سي پېك په حقله مهم دے۔دا منصوبه د پاكستان لپاره موقع ده۔ده ووئيل د بلوچستان لپاره زيرې دے چې چين په زرعي څانګو كښې سرمايه كاري كول غواړي٬مونږ د چين د زرعي تجربو او پوهو څخه استفاده كول غواړو۔ده ووئيل د چين اولس مشر او وزيراعظم بېلټ اينډ روډ فليګ شپ منصوبه ده ٬دا پروژه بل پړاؤ ته رس??لو لپاره پاكستان سي پیك اتهارټي جوړه كړې۔ده ووئيل پاكستان لپاره د هغې ستراتېژېكي حېثيت او د ځوانانو آبادي مهمه ده٬مونږ له به خپل ځوانان فعاله كول وي او دې لپاره به پھ مهمو څانګو كښې تربيتي مركزونه پرانستل وي۔وزيراعظم د بلوچستان په اعلٰی وزير زور راوړو چې په لسبيله كښې خاص اقتصادي زونز جوړ كړي ځكه چې بهرني سرمايه كار راتلل غواړي جې هغوي له آسانۍ وركړې شي ۔وزيراعظم د حبكو سره په ګډه د 1320 مېګاواټ په پروژه بشپړ??لو د چائنا پاور مننه وكړه۔د دې څخه وړاندې د بلوچستان اعلٰی وزير جام كمال د دستورې ته ووئيل وزيراعظم د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې خوښي لري۔ده ووئيل وفاقي او صوبائي حك??مت په ګډھ د سرمايه كارو لپاره ښه چاپېرچل وركوي۔د چين پشمول د غېر ملكي سېلګرو لپاره د سرمايه كارۍ موقعې شته٬مونږ د چين سرمايه كارو ته وړاندېز كوو چې د ښه چاپیرچل څخه ګټھ پورته كړي۔ده ووئيل د ګوادر پشمول د بلوچستان په بېلو سيمو كښې په پرمختيائي پروژو كار رو??ن دے۔ده وئيل مونږ ټ??لو له په ګډه سرمايه كارو له ښه چاپیرچل وركول دي چې ورسره به ځايې او غېر ملكي سرمايه كارو ته ګټھ ورسي۔
۔ د وزيراعظم عمران خان چائنا حب پاور جنرېشن پلانټ پرانستې دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا