بيجنګ 18 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي د پاكستان حکومت کاروبار دوسته او د سرمايه کارۍ سهولت لپاره اقدامات كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېسټ سي ګروپ چيئرمېن فانګ يولانګ سره په خبرو كښې كړې چا چې په بيجنګ كښې د درېم بېلټ اېنډ روډ فورم په موقع د پلاوي سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم پلاوې د حكومت د كاروبار دوسته پاليسو نه خبرولو كښې ووئيل حکومت معاشي پرمختګ لپاره كاوربار دوسته او د سرمايه كارۍ سهولت وركولو لپاره اقدامات كوي۔ ده ووئيل حكومت د نجي څانګې ډاډګيرنه كوي او نجي څانګې ته په اقتصادي پرمختګ كښې د خپل موثره كردار لوبولو لپاره سازګار ماحول وركوي۔ په دې موقع فانګ يولانګ وزيراعظم ته ووئيل ايسټ سي ګروپ د ګوادر په فري زون كښې په ريفائنري كښې سرمايه كاري كوي او د چين كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كاري زياتولو له خوښي لري۔ وزيراعظم د ايسټ سي ګروپ په پاکستان كښې په سرمايه كارۍ كښې د خوښۍ هركلے وكړو او ګوادر ئې د پاکستان معاشي پرمختګ او د سي پېك كليدي برخه وګرځوله۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان او چين د پخواني دوستان دي او چين په هره سخته كښې د پاكستان مرسته كړې ده۔
د پاكستان حکومت کاروبار دوسته او د سرمايه کارۍ سهولت لپاره اقدامات كوي۔ د وزيراعظم انوار الحق کاکړ د اېسټ سي ګروپ چيئرمېن فانګ يولانګ سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری